د روس حکومت ویلي چې د کورونا وایرس ناروغۍ له کبله د مړو په شمېر کې پر زیاتوالي سربېره به نوی ټولبند نه لګوي.
دا په داسې حال کې ده چې په روس کې پرله پسې په څلورمه ورځ هم د کورونا وایرس له وجې د مړینې ریکارډ شرح زیاته شوې ده.
د ولسمشر ولادیمیر پوتين ویاند دیميتري پېسکوف د جولای پر دویمه خبریالانو ته وویل هېڅوک ټولبند نه غواړي او ځکه پر دغه مسله بحث نه کوي.
نوموړي دا هم وویل چې د کورونا ناروغۍ یوازینی حل واکسین لګول دي او ځکه باید زر تر زره موږ ټول واکسین ولګوو.
روس چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس د زیاتو کېسونو له وجې پر پينځم نمبر زیات ځپل شوی هېواد دی، تېر کال د کورونا د لومړۍ څپې راهیسې د مکمل ټولبند لګولو خلاف دی.