د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پاکستان ته د موډرنا واکسین ۲۵ لاکه خوراکونه ورکړل


له موډرنا وړاندې اسټرازېنیکا، فایزر او ساینوفام په نوم د کورونا واکسینونه پاکستان کې خلکو ته ورکړل شوي دي. 
له موډرنا وړاندې اسټرازېنیکا، فایزر او ساینوفام په نوم د کورونا واکسینونه پاکستان کې خلکو ته ورکړل شوي دي. 

پاکستاني چارواکو د جولای پر دوهمه نېټه وویل چې له امریکا نه یې د موډرنا واکسین دوه نیم مېلیونه خوراکونه ترلاسه کړي دي.

په اسلام اباد کې د امریکایي سفارتخانې پر وېبپاڼې هم د جولای پر دوهمه نېټه ورکړل شوي دي چې دا تر کووېکس پروګرام لاندې د پاکستاني ولس لپاره د واکسینو خوراکونه دي او په دې لړ کې به امریکا نور واکسین هم دغه هېواد ته ورکوي.

د موډرنا په ګډون به دا څلورم ډول واکسین شي چې پاکستان کې د کورونا پر ضد خلکو ته ورکول کېږي، تر دې وړاندې اسټرازېنیکا، فایزر او د چين جوړ واکسينونه خلکو ته ورکړل شوي دي.

سیند کې خلک د کووېډ-۱۹ واکسینو د کمښت شکایت کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:44 0:00

د پاکستان حکومت وايي، د امریکا له خوا ورکړل شوي موډرنا واکسین به هغو خلکو ته لګوي چې بهر هیوادونو ته ځي. د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر او په پاکستان کې د کورونا د څار او کنټرول مرکز مشر اسد عمر د جولای پر درېیمه پر ټویټر لیکلي چې دا واکسین به په ځانګړې توګه هغو خلکو ته لګول کېږي چې د کار او زده کړو لپاره داسې هیوادونو ته ځي چې ځینې مخصوص واکسین پکې منل کېږي.

بلخوا په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې ۳۴ کسان مړه شوي. له دې سره په هېواد کې له کورونا واېرسه د مړو شویو شمېر ۲۲ زره او ۳۷۹ ته ورسېد.

بل پلو، د پاکستان ملکي هوايي ادارې (سېول اېویېشن اتهارټي) د جولای پر دوهمه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې هغوی له پاکستانه بهر تلونکو او پاکستان ته ورتلونکو مسافرو د پروازونو د منسوخېدو نوټس اخېستی دی.

یادې ادارې د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې د پروازونو د منسوخېدو له وجې خلک له ستونزو او تاوانونو سره مخ شوي دي.

دوی وايي، نړیوالو هوايي کرښو ته نه دي پکار چې بې له څه ډول اطلاع خپل پروازونه منسوخ کړي ځکه چې له دې سره په هوايي ډګرونو کې خلک ایسار پاتې کېږي.

دا له هغې وروسته ده چې د کورونا وايرس د څار قامي ادارې (نيشنل کمانډ اينډ اپرېشن سېنټر) د تېرې جون میاشتې په پای کې پاکستان ته د تلونکو پروازونو د شمېرو زیاتولو اعلان وکړ.

تر دې وړاندې د کورونا وایرس د مخنیوي په غرض پاکستان ته د ځینو نړیوالو هوایي شرکتونو پروازونه هم ځنډول شوي وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG