د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر څو ورځو کې نه بشپړېږي: بایډن


په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري. انځور -ارشيف
په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري. انځور -ارشيف

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر سم پر مخ روان دی خو دا به په راتلونکو څو ورځو کې بشپړ نه شي.

بایډن دغه څرګندونې د جولای پر دویمه نېټه په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې او په دې توګه یې هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د ځواکونو د وتلو رسمي بهیر به له ټاکلې نېټې مخکې په څو ورځو کې بشپړ شي.

د نوموړي د اعلان له مخې له افغانستانه به ټول امریکایي ځواکونه د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې وځي.

یو شمېر چارواکي بیا هم هڅه کوي چې د سولې بهیر له دې زیات ځنډنی کړي .

یو شمېر رسنیو په دې وروستیو کې د امریکایي چارواکو له قوله د جولای څلورمه نېټه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر د بشپړېدو نېټه ښودلې وه خو بایډن په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه د یوې خبريالې دغه پوښتنه چې ایا دغه بهیر به راتلونکو څو ورځو کې بشپړ شي، داسې ځواب کړه:

" نه، موږ دقیقاً په هغه ځای کې یو چې موږ یې تمه درلوده، خو ما غوښتل چې دا مسله یقیني شي چې دې ته کافي وخت وي چې تر سېپټېمبر پورې دغه بهیر بشپړ شي. ټول نه شي کیدای چې په یوه وخت ووځي. هلته به یو څه ځواکونه تر هغه وخته پورې وي او دا له خپلو متحدانو سره د ځواکونو د کمېدو عقلاني بهیر دی او دا کوم غیر معمولي کار نه دی."

ولسمشر بایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې امریکایي او د متحدانو نور ځواکونه یې د جولای پر دویمه نېټه د بګرام له پوځي اډې چې د امریکایي ځواکونو یوه لویه اډه وه، ووتل. له یادې اډې امریکا په افغانستان کې د خپل نيږدې ۲۰ کلن پوځي ماموریت ډېره برخه سمبالوله.

د افغانستان دفاع وزارت هم د جولای پر لومړۍ نېټه تایید کړه چې امریکایي ځواکونه له دې اډې وتلې او هغه یې دوی ته سپارلې ده.

د افغانستان په اړه د ولسمشر بایډن اندېښنه

ولسمشر بایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره د دې هېواد د امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه خو ویې ویل، هغه د افغان مشرانو پر وړتیاوو ډاډه دی چې حکومت به یې دوام وکړي.

بایډن د جون پر ۲۵مه افغان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته د سپینې ماڼۍ په کتنه کې ویلي و، چې که امريکا خپل پوځیان له افغانستانه باسي، خو له دې هېواد، افغان امنیتي ځواکونو او خلکو سره به یې په بېلابېلو برخو کې مرستې دوام وکړي.

بایډن په واشنګټن کې له افغان چارواکو سره ژمنه وکړه چې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو په وتلو سره به بیا هم د امریکا مرستې له افغانستان سره دوام ولري.
بایډن په واشنګټن کې له افغان چارواکو سره ژمنه وکړه چې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو په وتلو سره به بیا هم د امریکا مرستې له افغانستان سره دوام ولري.

د افغان ولسمشر دفتر د ټویټر پاڼې له مخې په هغه کتنه کې چې د جولای پر لومړۍ نېټه په ارګ کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان امریکایي جنرال سکاټ مېلر او ولسمشر غني ترمنځ ترسره شوه، له افغانستان سره د امریکا د مرستو او همکارۍ په تیره بیا له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو په نوي فصل کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

د افغانستان په اړه د روسیې اندېښنه

په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي او د جګړې په ډګر کې د وسله والو طالبانو وروستیو پرمختګونو یو هېواد چې ظاهراً یې ډېر اندېښمن کړی، روسیه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د جولای پر لومړۍ نېټه په مسکو کې د افغانستان امنیتي وضعیت ته د اندېښنې څرګندولو په ترڅ کې په بیړه د نړیوالو ځواکونو د وتلو ترڅنګ دغه راز د رامنځته شوي وضعیت پړه پر یو شمېر افغان چارواکو هم اچولې چې د هغه په خبره غیر مسولانه اقداماتو یې دغسې یو وضعیت رامنځ ته کړی.

نوموړي تور پورې کړ چې یو شمېر چارواکي بیا هم هڅه کوي چې د سولې بهیر له دې زیات ځنډنی کړي چې دې کار سره د اسلامي دولت ډلې یا داعش په څېر ډلو ته د دې زمینه برابریږي چې ځان پیاوړی کړي.

نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب مسکو ته په سفر کې له یو شمېر روسي چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړي.

مشال راډیو د لاوروف د وروستیو څرګندونو په اړه هڅه وکړه چې د افغانستان د حکومت غبرګون ولري، خو په دې کار بریالۍ نه شوه.

روسیه چې له طالبانو سره اړیکې پالي او د دې ډلې مشران یې ځو ځلي مسکو ته وربللي، د افغانستان امنیتي وضعیت په تېره بیا شمالي ولایتونو ته چې ډېرې ولسوالۍ یې په دې وروستیو کې د طالبانو لاسته لوېدلي له دې پلوه ډېره اندېښمنه ده چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په څېر سخت دریځي یې له خاورې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته چې د روسیې د نفوذ ساحه بلل کېږي، ګواښ متوجه نه کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG