د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شانګلې د ۱۶ کانکيندونکو کورنۍ لا هم د شهدا پېکېج په انتظار دي


د شانګلې ۱۶ وژل شوي کانکیندونکي چې مړي یې نهه کاله وروسته وموندل شول، هغوی د اپرېل پر ۱۰مه نېټه په شانګله کې خاورو ته وسپارل شول.
د شانګلې ۱۶ وژل شوي کانکیندونکي چې مړي یې نهه کاله وروسته وموندل شول، هغوی د اپرېل پر ۱۰مه نېټه په شانګله کې خاورو ته وسپارل شول.

د خيبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې د هغه ۱۶ کانکيندونکو کورنۍ چې د روان کال د اپرېل پر نهمه يې مړي په کوهاټ کې موندل شوي وو وايي، د ژمنو باوجود صوبايي حکومت ورسره مرسته نه ده کړې.

کوهاټ په ګلوتنګي کې چې کله د دغو ۱۶ کانکيندونکو مړي په يوه ډله ییز قبر کې وموندل شول نو کورنيو يې د احتجاج په توګه د پېښور او کوهاټ ترمینځ سړک بند کړو.

خو حکومت له خوا د پېښې د پلټنې او د وژل شوو کورنيو لپاره شهدا پيکيج اعلان وروسته خپل احتجاج يې ختم کړو.

شهدا پيکيج په بنيادي توګه د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوو پوليسو او پوځيانو لپاره تيار کړل شوې وو چې ترمخه يې حکومت د هر وژل شوي سرتېري کورنۍ ته له ۲۵ څخه تر۷۰ لکو پورې نغدې روپې ورکوي.

د احتجاج پروخت صوبايي حکومت د هر وژل شوی مزدور کورنۍ ته د ۲۶ لاکه روپو او د کور یو تن ته د سرکاري‌ نوکرۍ ورکولو وعده وکړه.

د شانګلې عبدالرحمان چې د مشر زوی په ګډون یې د کورنۍ د پينځو کسانو مړي موندل شوي وو، مشال راډيو ته وويل، د مظاهرې پروخت یې د حکومتي کمېټۍ په دې ژمنه تر مذاکراتو وروسته خپل احتجاج ختم کړو چې غوښتنې به یې منل کېږي خو تر اوسه حکومت خپله وعده پوره نکړه نو نه دې مجبوروي چې يو ځل بيا په احتجاج لاس پورې کړي.

د کوهاټ مرستيال کميشنر بشير احمد د دغو کانکيدونکو مړي موندنې وروسته مشال راډيو ته ويلي ول چې ۲۰۱۱ز کال په سېپټمبر میاشت کې ټول ۳۲ کسان تښتول شوي ول چې وروسته تښتونکو بيا ۱۶ خوشې کړل او ۱۶ ورک ول.

که څه هم حکومت د يادو کسانو د وژنې علت نه دی ښودلی خو د کانکېدونکو د اتحاديې يو مشر د نوم نه خپرولو په شرط په اپرېل مياشت کې مشال راډيو ته ويلي وو چې د دغو تښتول شوو کسانو د خوشې کولو لپاره يوې وسله والې ډلې هغه وخت له حکومته د ۱۵ لکه روپو تاوان غوښتنه کړې وه کوم چې ورته ورنکړل شو. خو صوبايي حکومت لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

د متاثرينو له خوا د حکومت سره مذاکراتو لپاره جوړې کړې شوې کميټۍ يو غړي سرفراز خان د جولای پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وويل، ضلعي انتظاميې په جون مياشت کې هرې متاثره کورنۍ ته ۱۰ لس لکه روپۍ ورکولې خو متاثرينو له اخيستو ځکه انکار وکړو چې وعده ورسره د شهدا پيکج شوې وه.

"د شانګلې مرستيال کميشنر سره ملاقات پروخت نوموړی وويل چې دا ړومبې قسط دې او پاتې پيسې به په راتلونکي وخت کې درکوو خو د سرکاري نوکرۍ په اړه يې هېڅ ونه ويل نو موږ دا وړانديز ځکه رد کړو چې ټولې پيسې يو وارې راکولو سره حکومت د سرکاري نوکرۍ وعده هم کړې وه. موږ پريکړه کړې چې چارواکو سره به وينو او خپله وعده به ورته يادوو."

ضياالله بنګش چې د کوهاټ نه د حکمران ګوند د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ استازي سره د هغه کمېټي غړی هم و چې په اپريل مياشت کې مظاهرينو سره د احتجاج ختمولو لپاره مذاکرات کړي وو.

د جولای پر لومړۍ نېټه مشال راډيو چې د نوموړي نه پوښتنه وکړه چې کومې وعدې يې د متاثرنيو سره کړې وې نو هغه يې ولې تراوسه پوره نکړې؟

نو بنګش وايي"مظاهرينو سره لوظنامي پر خت د محنت و مزدورۍ صوبايي وزير شوکت يوسفزې چې خپله هم د شانګلې سره تعلق لري هرې متاثره کورنۍ ته ۲۶ لکه روپۍ او يوه سرکاري نوکري ورکولو زمه واري اخيستې وه نو پکار ده چې نوموړی دغه وعده پوره کړي."

مشال راډيو چې کله دې لړ کې د شوکت يوسفزي سره تماس ونيولو نو نوموړي پرې د څه ويلو ډډه وکړه.

خو خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د خواري کښو يا (ليبر) قايمه کمېټۍ غړی او د حکمران ګوند د صوبايي اسمبلۍ استازي پښتون يار خان مشال راډيو ته وويل، دا کار به لږ وخت اخلي او حکومت چې د متاثرينو سره کومې وعدې کړي نو هغه به ضرور پوره کوي.

شانګله چې د بونير او سوات سره پوله لري، يوشمېر خلک يې په دره ادم خيل او بلوچستان کې د کويلې په کانونو کې کار کوي او اکثره د کانونو په حادثو کې د وژل کيدونکو تعلق هم د دې ضلعې سره وي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG