د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس له وجې سکولونه بیا وتړل شول


د پیښور يو سکول زده کوونکې

د خيبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی چې د جولای له لومړۍ نېټې څخه په صوبه کې د اوړي رخصتۍ پيلېږي نو د شخصي سکولونو او مدرسو په ګډون به د صوبې ټولې تعليمي ادارې د جولای تر ۱۱مې تړلې وي.

د صوبې د تعلیم وزیر شهرام خان ترکی دا اعلان پرون له هغه وروسته وکړ چې د کورونا وایرس د کنټرول قامي ادارې صوبو ته واک ورکړ چې په خپله خوښه دې د تعليمي ادارو لپاره د رخصتيو اعلان وکړي.

اخوا پنجاب صوبې د جولای له لومړۍ نېټې څخه بيا د اګست تر لومړۍ نېټې پورې د تعليمي ادارو لپاره د رخصتيو اعلان کړی خو د پاکستان وفاقي تعليمي ادارې به د جولای له ۱۸مې بيا د اګست تر لومړۍ نېټې پورې رخصت وي.

دا کار د کورونا وایرس د مخنيوي په موخه د ګڼې ګوڼې د نه جوړولو لپاره شوی دی.

XS
SM
MD
LG