د امریکا ولسمشر جوبایډن اسرایل ته باور ورکړی دی چې ایران به کله هم اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
نوموړي دا څرګندونې د جون پر ۲۸مه په سپینه ماڼۍ کې د اسرایل له ولسمشر ریووین ریولین سره د لیدو پر مهال کړې دي.
ولسمشر جوبایډن هغه ته ویلي، ''زه تاسو ته ویلای شم چې ایران به زما د واکمنۍ پر مهال هېڅکله هم اټومي وسلې نشي ترلاسه کولی.''
اسرایلي ولسمشر خبریالانو ته وویل چې دی د ایران په اړه د ولسمشر جوبایډن له څرګندونو ډېر مطمین دی.
دا په داسې حال کې ده چې ایران او امریکا د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون بحالولو لپاره په ویانا کې غیرمستقیمې خبرې اترې کوي.
د نړۍ له شپږو ځواکمنو هیوادونو سره په شوي دې تړون کې د نړیوالو بندیزونو لرې کولو په بدل کې د ایران پر اټومي فعالیتونو محدویتونه لګول شوي وو.