د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سره پر پوله د اغزن تار کار ۸۸ فېصده پوره شوی: شيخ رشيد

شيخ رشيد
شيخ رشيد

د پاکستان کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد وايي، د افغانستان او ايران سره پر پولو د اغزن تار بشپړولو ته نیږدي شوي دي.

شيخ رشيد د جون پر ۲۶مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار لګولو چارې ۸۸ فيصده بشپړې شوې چې راتلونکې مياشت کې به مکمل شي. ده وويل چې له ايران سره پر پوله د غيرقانوني تګ راتګ مخنيوي لپاره د ازغن تار لګولو کار ۴۶ فيصده مکمل شوی او په ډېسېمبر مياشت کې به سر ته ورسېږي.

د شيخ رشيد په خبره د دې اغزن تار په بشپړېدو سره به د قاچاقبرانو او وسله والو د تګ راتګ مخه ونيول شي.

ايراني چارواکو د تار په اړه څه نه دې ويلي. افغان حکومت هم په سمدستي توګه د شېخ رشيد څرګندونو ته غبرګونه نه دی ښودلی خو البته افغانستان ډېورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه نه مني. افغان چارواکو تر دې مخکې دا دريځ تکرار کړی چې د وسله والو د فعاليتونو مخنيوي لپاره دې پاکستان د اغزن تار لګولو پر ځای د "طالبانو د ملاتړ پالیسي" ختمه کړي. د پاکستاني چارواکو په وينا دوی پر طالبانو خپل اثر رسوخ د سولې لپاره کاروي.

خو په همدې حال کې د افغانستان مرستيال ولسمشر امرالله صالح ويلي چې امريکا ته په وروستي سفر کې یې يو ځل په ډاګه کړې چې که پاکستان د افغان سولې لپاره کار کول غواړي نو د ده په وينا د طالبانو له ملاتړه دې لاس واخلي. هغه د جون په ۲۷مه پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: "پاکستان کولی شي د طالبانو د کوربه او ملاتړي په توګه د افغان سولې په پروسه کې د پام وړ رول ولوبوي خو که په خبرو کې له موږ او عمل کې له طالبانو سره وي نو دا به یوازې تخريب او بې باوري زیاته کړي".

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، مرستيال ولسمشر امرالله صالح، د ملي پخلاینې د شورا مشر ډاکټر عبدالله او ګڼ نور لوړپوړي چارواکي د مې په ۲۴مه واشنګټن ته تللي وو. دوی هلته د ولسمشر جوبايډن، نورو چارواکو او د کانګرس غړو سره وکتل.

  • انځور سایز

    بشیر احمد ګواښ

    بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي. نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ. د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ. 

  • انځور سایز

    ګل ایاز

    ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. له نوموړي سره پر ټوېټر یا فېسبوک اړیکه نیولای شئ. 

XS
SM
MD
LG