د لاسرسي ځای

تازه خبر

سختدریځه عالم ابراهیم ريیسي د ايران د ولسمشريزو انتخاباتو ګټونکی اعلان شو


د سږنیو انتخاباتو په ارزونه کې د ګڼو کاندیدانو د لرې کولو نه پس اټکل کېده چې ابراهیم ريیسي به د انتخاباتو ګټونکی وي.
د سږنیو انتخاباتو په ارزونه کې د ګڼو کاندیدانو د لرې کولو نه پس اټکل کېده چې ابراهیم ريیسي به د انتخاباتو ګټونکی وي.

د ايران انتخاباتي چارواکو د جون پر ۱۹مه اعلان وکړ چې ابراهيم رييسي د څه باندې ۶۲ سلنه رايو په تر لاسه کولو سره ولسمشريز انتخابات ګټلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۱۸مه، په ایران کې په ولسمشریزو انتخاباتو کې خلکو خپلې رایې واچولې او د جون د ۱۹مې نېټې تر ماسپښینه پورې یې شمېره روانه وه.

انتخاباتي چارواکو او سرکاري میډیا د جون پر۱۹مه وویل چې په ۲۸,۶ میلیونه رایو کې د ۱۷،۶ میلیونه رایې شمېرل شوې دي چې ابراهیم ريیسي پکې ۶۲ فیصده رایې خپلې کړې دي.

د انتخاباتي دفتر مشر جمال عرف ویلي، ريیسي ته په خپل مخالف محسن رضايي باندې د ۱۴ میلیونه رایو برتري حاصله ده.

۶۰ کلن ابراهیم ريیسي پخوانی قاضي دی چې په ۱۹۸۸ز کال کې د هغو مقدمو له مشرانو څخه یو و چې په چټکۍ یې زرګونو سیاسي بندیانو ته د مرګ سزاګانې اورولې وې.

د بشري حقونو د دفاع سازمانونه تور پورې کوي چې ريیسي د بشریت ضد جرمونه کړي دي. امریکا پر هغه بندیزونه هم لګولي دي.

په ایران کې د انتخاباتو حتمي نتیجې ډېرې ورځې اخېستلې شي. له انتخاباتو وړاندې چارواکیو د سلګونو کاندیدانو څخه یوازې اووه کسان غوره کړي وو چې بیا د انتخاباتو په ورځ درې نور کاندیدان هم له مقابلې په شا شول. له دغه کبله له وړاندې ویل کیدل چې انتخابات به ريیسي ګټي.

په ایران کې انتخابات په داسې حال کې ترسره کېږي چې دغه هیواد د نړیوالو بندیزونه له کبله د اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG