د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې کورونا وبا کلتوري فعالیتونه هم اغېزمن کړي


دوی وايي، په دې وروستیو کې د کورونا وبا له کبله د فرهنګي فعالیتونو لړۍ کمزورې شوې ده، چې باید په بدیله لاره يې فکر وشي
دوی وايي، په دې وروستیو کې د کورونا وبا له کبله د فرهنګي فعالیتونو لړۍ کمزورې شوې ده، چې باید په بدیله لاره يې فکر وشي

د کورونا وبا د درېیمې څپې په خورېدو سره خوست کې د نورو برخو په شان علمي، هنري او کلتوري برنامې هم اغېزمنې شوې دي.

روڼ اندي او خوستي فرهنګیان وړاندیز کوي، چې له انټرنیټ او شته ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې باید کلتوري هڅې روانې وساتل شي.

خوستیو فرهنګیانو یادې غوښتنې د جون پر ۱۷مه له مشال راډیوو سره په خبرو کې شریکې کړې.

شاعر او لیکوال فریدالله قربان وویل، په دې وروستیو کې د کورونا وبا له کبله د فرهنګي فعالیتونو لړۍ کمزورې شوې ده، چې باید په بدیله لاره يې فکر وشي: "بدیله لاره يې داده چې په انلاین ډول دغه پروګرامونه او په ټوله کې فرهنګي برنامې جوړې شي، موږ مخکې هم دا تجربه کړې دي، ډېرې ګټورې دي، مثلاً تېر کال ځینې مشاعرې په انلاین ډول وشوې، له ښه مرغه اوس په انټرنیټي نړۍ کې موږ هغه ډول پروګرامونه لرو، چې په مرسته يې دغه فرهنګي فعالیتونه جوړولای شو. "

لیکوال او ژورنالیست او لیکوال محمدغفور مهیدي وايي، سره له دې چې کورونا یوه وبا ده او د هغې سره د مبارزې په خاطر باید له احتیاطي تدابیرو کار واخیستل شي، خو بیا هم اړوندې حکومتی ادارې کولای شي، د انټرنیټ له لارې ځينې انلاین برنامې تنظیم کړي.

نوموړي زیاته کړه: "ارګانونه او موسسات باید هڅه وکړي، ددې عصر چې د ټکنالوژۍ عصر دی باید په مجازي نړۍ کې یا د نورو خواله رسنیو کار واخیستل شي، تر څو په انلاین ډول علمي غونډې کنفرانسونه جوړ شي او دغه بې رنګي چې اوس روانه ده دې ته رنګ ورکړي او د هغې نه ګټه پورته شي. "

شاعر او لیکوال محمدرحیم سکندر وايي، حکومتي ادارو د کورونا وبا مخکې هم په کلتوري برخه کې د پام وړ کار نه دی کړی.

د رحیم سکندر په وینا، د فرهنګ په ډګر کې ډېر نوي استعدادونه راټوکیدلي، خو هغوی بې وسه دي، که حکومت په انلاین ډول دوی ته زمینه جوړونه وکړي نو په دې سره به يې له دې ګډو وډو خبرونو پام بدل شي، ځکه ادبیات او فرهنګ یوه ښه سرګرمي ده.

د ټولنیزو علومو استاد سپین روان نورزی وايي، په اوس وخت کې داسې پروګرامونه شته، چې په واسطه يې کېدلای شي، پرته له حضوري غونډو له ډېرو لیرې ځایونو کسان سره میلمانه شي او خپلو کې خبرې او مباحثې وکړي.

نوموړی زیاتوي، که څوک د فرهنګ د پرمختیا هوډ لري، دا باید شرایطو یا د کورونا په شان وبايي ناروغیو پورې ونه تړي، بلکې له تکنالوژۍ ګټه واخیستل شي، تر څو فرهنګي هڅې کمرنګه نشي.

بل لوري ته چارواکي وايي، چې د کورونا وبا د درېیمي څپې په پیلیدو سره په حضوري بڼه لویو غونډه او مجلسونو باندې بندیزونه وضع شوي، چې علمي او کلتوري پروګرامونه يې هم ټکني کړي دي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدانور زاهد په انلاین ډول يې ځینې برنامې ترسره کړي او هم يې په راتلونکې کې په پام کې لري:

"موږ يې په بدیل فکر کړی دی، د انټرنیټ نه په استفادې موږ په انلاین ډول ځینې برنامې ترتیبوو، چې د هېواد له ګوټ، ګوټ نه په کې د موضوع اړوند کسان په کې برخه اخلي، تېره اونۍ مو د تاریخي میراثونو د ساتلو په اړه یوه برنامه درلوده او راتلونکې اونۍ هم د موزیم پېژندنې په اړه یوه برنامه لرو، د دې تر څنګ مو د یو شمېر ولایتونو سره د انلاین مشاعرې خبره کړې ده. "

خوستي فرهنګیان او روڼ اندي داسې مهال د کورونا وبا له کبله د فرهنګي فعالیتونو د ټکني کېدو خبره کوي، چې د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې تر ۹۶ زره ډېر کسان په کورونا ویروس اخته شوي او تر ۳ زره ۸۰۰ ډېر نور ورڅخه مړه شوي دي.

څو کاله مخکې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې مشاعرې، هنري برنامې او فرهنګي ناستې ډېرې وي، چې نه یوازې د سیمې خلکو به په کې ګډون کاوه، بلکې د نورو سیمو فرهنګیان هم په کې برخه اخیسته.

XS
SM
MD
LG