د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو له افغانستان سره د دوامداره ملاتړ هوډ وکړ: بایډن


د امریکا ولسمشر جو بایډن د ناټو په سرمشریزه کې
د امریکا ولسمشر جو بایډن د ناټو په سرمشریزه کې

د امریکا ولسمشر د ناټو د سرمشریزې په پای کې اعلان وکړ چې دوی د افغانستانه په ملاتړ هوکړه کړې.

ولسمشر جو بایډن خبریالانو ته وویل، د افغانستان په اړه د مشرانو ترمینځ قوي اجماع شته او ټینګار وشو چې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته به، له افغانانو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ دوام ولري.

بایډن زیاته کړه: "زموږ سرتېري خپل کور ته راستنېږي، خو موږ له افغانستان سره په ډیپلوماټیکو، اقتصادي او بشري برخو کې د مرستو په دوام هوکړه کړې. له افغان ځواکونو به زموږ ملاتړ دوام ولري."

ولسمشر ټینګار وکړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې هڅې باید روانې وي، څو ډاډ تر لاسه شي چې افغانستان یو ځل بیا پر امریکا او د ناټو پر غړیو هېوادونو د بریدونو لپاره ترهګرو ته په امن‌ پټنځای بدل نه‌شي.

جو بایډن وویل، د افغانستان په اړه د مشرانو ترمنځ قوي اجماع شته
جو بایډن وویل، د افغانستان په اړه د مشرانو ترمنځ قوي اجماع شته

د ولسمشر جو بایډن له خبرو لږ وړاندې ناټو د دې سازمان د پوځي ماموریت له پای وروسته، د کابل حامد کرزي هوايي ډګر پر مالي ملاتړ هم د هوکړې اعلان وکړ.

د ناټو له پرېکړې او د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره تر لیدنې وروسته، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم وویل، که ناټو او نړیواله ټولنه یې مالي او لوژستیکي ملاتړ وکړي، چمتو دي چې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته هم، په افغانستان کې پاتې شي او د کابل هوايي ډګر امنیت خوندي کړي.

ښاغلي اردوغان په دې اړه له طالبانو سره هم په خبرو ټینګار وکړ، خو په دې برخه کې یې د پاکستان تر څنګ نیولو ته هم اشاره وکړه.

خو طالبانو لا له وړاندې په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، د دوحې د هوکړې پر بنسټ باید، ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي.

د افغانستان حکومت بیا له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو په دوام ټینګار کوي او وايي، د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته، د اړیکو نوی څپرکی پرانیستل شوی دی چې له مخې به یې له افغانانو او افغان ځواکونو سره مرستې روانې وي.

مککنزي وايي، له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته به، له افغان ځواکونو سره هوايي مرسته نه‌کوو.
مککنزي وايي، له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته به، له افغان ځواکونو سره هوايي مرسته نه‌کوو.

امریکا او ناټو داسې مهال له افغانانو او د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د تل‌پاتې ملاتړ غږ کوي چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مککنزي وايي، له دې هېواده د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته به، له افغان ځواکونو سره هوايي مرسته نه‌کوي.

ښاغلي مککنزي له امریکا غږ سره مرکه کې ویلي:"افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد عملیات محدودېږي او یوازې هغه مهال به شونې وي چې په امریکا او متحدانو یې د برید وېره وي."

له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو عسکرو د وتلو د بهیر وروستۍ نېټه د سېپټمبر ۱۱مه ټاکل شوې، خو کېدای شي له دې نېټې مخکې هم دا بهیر پای ته ورسېږي. اوس‌مهال د بهرنیو عسکرو د وتلو پړاو له نیمايي زیات بشپړ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG