د کلا عبدالله تجارانو د جون پر ۱۲مه هم د هغوی په وینا، د سرحدي ځواکونو د ناسمې رویې پر ضد د درېیمې ورځې لپاره احتجاج وکړ او د کوټې ـ چمن تر منځ لویه لاره یې هم تړلې وه.
ځايي سوداګرو د چمن ښارګوټي په ۳۰ کیلومیټرۍ کې پرتې سیمې کوږک غره کې لاره بنده کړې ده. دغو سوداګرو وروسته له هغې پر احتجاج لاس پورې کړ چې د هغوی په وینا، سرحدي ځواکونو د هغوی په مالونو بار ۲۲ لارۍ تر نیولو وروسته کسټم چارواکو ته وسپارلې.
د چمن د سوداګرو د ټولنې مشر محمد صادق د جون پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، د هغوی په سیمه کې نه کارخانې شته، نه کرهڼه کېږي او نه د رزق ګټلو کومه بله لاره هغوی لري، یوازې د سوداګرۍ لار یې په مخ کې وه چې اوس حکومت په هغې کې هم ورته خنډونه اچوي.
نوموړي وړاندې وویل، ترڅو حکومت سوداګرو ته د ازاد تجارت لارې نه وي پرانېستې، هغوی به خپل احتجاج ته دوام ورکوي. هغه له عام ولس نه هم غوښتنه وکړه چې په دې احتجاج کې دې ورسره ملګری شي.
خو بل پلو، ځيني خلک وايي، دا چې سوداګرو لویه لاره بنده کړېده نو د کوټې او چمن ترمنځ سفر کوونکیو ته یې هم لویه سرخوږي جوړه کړې ده. د ولي محمد په نوم یو تن مشال راډیو ته وویل، حکومت ته پکار دي چې له احتجاج کوونکو سره خبرې وکړي او د هغوی غوښتنې ومني ځکه چې د لارې بندېدو له کبله خلک په مشکل کې دي.
هغه وایي، کوټې ته د درملنې لپاره روان خلک هم ایسار پاتې دي او پر ځینو کچه متبادلو لارو چې کوم ټیکسي ګاډي خلک وړي، نو هغوی څو چنده زیاته کرایه غواړي چې هر څوک یې د ورکولو توان نه لري.
خو د کلا عبدالله مرستیال کمېشنر طارق مېنګل د جون پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، له سوداګرو سره یې خبرې روانې دي او هغوی تمه لري چې لاره به زر پرانیستل شي.
نوموړی وايي، د سوداګرو یادې ۲۲ لارۍ یې ځکه نیولي چې پکې پان او نور غیرقانوني شیان بار وو. هغه وايي، دغه سوداګر تل غیرقانوني شیان وړي راوړي او چې کله یې لارۍ ونیول شي نو بیا احتجاج پیلوي او لارې بندوي.
چارواکي وايي، د ۲۲ لاریو سره یې یو ځای ۱۱ کسان هم نیولي چې پرې د غیرقانوني توکو د قاچاق پرچې درج شوې دي.