د لاسرسي ځای

تازه خبر

 پر افغان سوله د سعودي، افغانستان او پاکستان علماوو غونډه


د سعودي عرب، افغانستان او پاکستان ديني عالمان د جون په لسمه په مکه مکرمه کې د افغان سولې په اړه خبرې کوي.

د پاکستان وزیراعظم د مذهبي چارو سلاکار طاهر اشرفي د جون پر نهمه مشال رېډیو ته وویل چې په دې غونډه کې به د هېواد په استازیتوب د مذهبي چارو وزیر انوارلحق قادري او د اسلامي نظریاتي کونسل مشر قبله ایاز په سعودي عرب کې موجود وي او د ملک نور دیني عالمان به په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت کې د ویډيو کنفرانس له لارې برخه اخلي.

د افغانستان عالمان به په کابل او د سعودي عرب هغه به په مکه مکرمه کې په دې انلاین غونډه کې ګډون کوي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په سېشنبه/نهې ورځ مشال رېډيو ته وویل چې د جون پر لسمه نېټه دا انلاین غونډه به د سعودي عرب او اسلامي هېوادونو سازمان په کوربتوب کېږي.

هغه په افغانستان کې د روانې جګړې د مشروعيت يا جواز ختمولو لپاره دا غونډه مهمه وبلله ځکه چې په لومړي ځل د پاکستان ګڼ دیني عالمان د افغانستان د سولې په تړاو له افغان دیني عالمانو سره جرګه کېږي.

حلیمي وايي، د دې کنفرانس د چمتووالي چارې دوه کاله مخکې پیل شوې وې.

د افغانستان حکومت له ډېرې مودې راهیسې له پاکستانه غوښتي چې د روانې جګړې په اړه د دواړو هېوادونو د علماوو یو مشترک دریځ راشي. په تېر کې د دې لپاره افغانستان څو ځلي په سعودي عرب کې د کنفرانس رابللو هڅې کړې وې خو ناکامه شوې وې. اوس په سعودي کې رابطه اسلامي تنظیم د دې کنفرانس تابیا کړې. د افغانستان دا خواهیش وو چې پاکستانیو علماوو چې د ځانمرګو بریدونو او ترهګرۍ په اړه څنګه فتوا جاري کړې همداسې فتوا دې د افغانستان جګړې په باب هم ورکړي. ټاکل شوې چې په مکه مکرمه کې تر غونډې وروسته به یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.

یاده دې چې د روانې مې میاشتې پر څلورمه د فلسطین، اردن، ترکیې، عراق او لبنان دیني عالمانو هم په یوه انلاین کنفرانس کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا روانه جګړه ناروا وبلله.

پروسږ کال په نایجر کې د اسلامي همکاریو سازمان له خوا د سولې او پراختیا لپاره د ترهګرۍ پرضد د یووالي په نوم کنفرانس، تر هغه مخکې د فلسطین د دیني عالمانو د ټولنې مشر او د القدس جومات امام دوکتور الشېخ عکرمه صبري او د بیا په همدغه کال د بنګله‌دېش دیني عالمانو او مفتیانو د یوه کنفرانس پر مهال په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه.

د ملایشیا د اسلامي یووالي نړیوال بنسټ هم سږکال په یوه رسمي لیک کې په افغانستان کې روانه جګړه د شریعت خلاف بللې وه.

بل خوا د کویت ځینو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او ویې‌ویل، دا جګړه شرعي جواز نه‌لري، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه. سږ کال په نوي ډیلي کې د افغانستان او هندوستان دیني عالمانو هم په ګډه اعلامیه کې د افغانستان روانه جګړه ناروا وبلله.

خو د افغانستان د ګاونډي هېواد پاکستان دیني عالمانو له کلونو راهیسې په افغانستان کې د روانې جګړې د ناروا بللو په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

XS
SM
MD
LG