د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځانمرګي بریدګر دوزخیان دي. مفتي عبدالعزیز


Saudi Arabia -- King Abdullah bin Abdul Aziz (R) holds the hand of the kingdom's Grand Mufti Sheikh Abdul Aziz al-Shaikh, Riadh, 22Oct2002
Saudi Arabia -- King Abdullah bin Abdul Aziz (R) holds the hand of the kingdom's Grand Mufti Sheikh Abdul Aziz al-Shaikh, Riadh, 22Oct2002

هغه وویل، یو څوک وژل ستر جرم او ستره ګناه ده. ده وویل هر هغه څوک چې خپلځان په بارودو وژني جنایتکاران دي او سیخ به دوزخ ته ځي.


د سعودي عرب مشر مفتي خودکشي حملې حرام ګرزولي او دايې کبيره ګناه بللي. د سعودي عرب الحيات نومي ورځپاڼه وايي، د زيارت پر ورځ لوی مفتي شېخ عبدالعزيز الشېخ وويل، هر هغه څوک چې پر خپلځان بارود تړي او نور خلک وژني هغه دوزخیان دي.


ورځپاڼه وايې، نوموړي دا څرګندونې د رياض په يوه جمات کې وکړې او د نور کله په پرتله یې دا ځل دريځ ډېر کلک او په سختو ټکیو ځانمرګي بریدونه وغندل.

د سعودي مفتي، چې په سلطنت کې د سختو اسلامي اصولو نافذولو له کبله یې په سني مسلمانانو کې د قدر وړ نفوذ دی، په ۲۰۰۱م کال په امریکايي ښارونو کې د القاعده بریدونه غندلي ول، خو دا هغه دا ځل لهجه ډېره تنده او تېزه وه.

هغه وویل، یو څوک وژل ستر جرم او ستره ګناه ده. ده وویل هر هغه څوک چې خپلځان په بارودو وژني جنایتکاران دي او سیخ به دوزخ ته ځي.

نژدې دوه میاشتې وړاندې دغ مفتي چې د سعودي سرکار پر تنخا دی، پر سعودیانو غږ وکړ چې په سوریا کې دې له سني یاغیانو سره ملاتړ ته نه ورځي چې د ولسمشر بشر الاسد حکومت راچپه کولو لپاره جنګېږي.

ریاض د یاغیانو تر شا ولاړ دی، خو په سوریا کې د اسلامي وسلوالو ډلو زیاتېدلو، اندېښنې راټوکولې دي، چې د اسد ضد جنګېدونکي وسله وال به یوه ورځ هېواد ته راستانه شي او د سلطنت خلاف به جهاد پېل کړي.

هغه سعودیان چې په افغانستان او عراق کې د القاعدې لپاره جنګېدل، په خپل هېواد کې له ۲۰۰۳مه تر ۲۰۰۶مه کاله د سلطنت راچپه کولو په ناکامه هڅو کې په سخت اخ وډب لاس پورې کړی وو.

که څه هم یوه لسیزه وړاندې مخورو سعودي مفتیانو د غیرمسلمانانو خلاف ځانمرګي بریدونه روا ګرځولي ول خو په دوی کې ډېری یې اوس د دغه ګام پر ضد دلیلونه وايي.

شېخ عبدالعزيز زياتوي چې ځانمرګي بریدګر له سمې لارې (صراط المستقيمه )اوښتي دي او د دوی په زړونو او ذهنونو کې شيطانان اوسي.

مشر مفتي وايي،ځانمرګي بریدګر د دې لپاره د آله کار په توګه استعماليږي چې خپل ځانونه او معاشره تباه کوي.
XS
SM
MD
LG