د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د فوم فابریکه


دغه فابریکه هره ورځ د ۴ ټنه فوم یا سپنج د تولید ظرفیت لري او اوسمهال په کې تر سلو تنو پورې کاریګر په کار بوخت دي.
دغه فابریکه هره ورځ د ۴ ټنه فوم یا سپنج د تولید ظرفیت لري او اوسمهال په کې تر سلو تنو پورې کاریګر په کار بوخت دي.

د جون پر اوومه نېټه ناوخته په خوست کې د خصوصي سکټور په چوکاټ کې د فوم جوړولو تولیدي فابریکې په فعالیت پیل وکړ.

په یاده فابریکه چې تر ۷ لکه ډالرو پورې پانګونه شوې، هره ورځ د ۴ ټنه فوم یا سپنج د تولید ظرفیت لري او اوسمهال نږدې سل کارګران لري.

په خوست کې د فوم جوړولو فابریکه د مرکز اړوند شمل پل ته نږدې په ۵ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.

د فوم جوړولو فابریکې د پرانیستې په څنډه کې د خوست والي مومند کټوازي مشال راډیو ته وویل، چې د سموات د صنعتي پارک په پرانیستې سره به دلته د کارخانو او فابریکو فعالیتونه ډېر شي:

"دا فابریکه د۴ ټنه فوم د تولید ظرفیت لري، مستقیماً په کې له اتیا تر سلو پورې نفر دلته په کې کار کوي، نور په غیر مستقیم ډول تر ۳۰۰ نفرو پورې دا اموال وړي او په کورونو کې ورڅخه توشکې او بالښتونه جوړوي او بازار ته يې وړاندې کوي، څه وخت بعد به موږ د سموات صنعتي پارک چې په هر شکل وي، افتتاح کوو یې، که هر څومره مخالفت موجود وي، زه يې افتتاح کوم. "

فوم چې په خوست کې ډیر استعمال لري، مخکې د کابل او هرات همدارنګه یو شمېر سوداګرو له بهره واردول، چې خلکو ته په لوړه بیه تمامیدل.

مسوولین وايي، د فابریکې له داخلي کارګرانو سربیره په دې سره لسګونه ښځې او نارینه هم په خپلو کورونو کې په کار بوخت شوي، هغوی له فوم څخه توشکې او بالښتونه جوړوي او بازار ته يې عرضه کوي.

د خوست فوم د فابریکې مشر حاجي عبدالهادي وايي، که په دې ولایت کې صنعتکارانو ته د برښنا او ځمکې ستونزه حل شي، نو ډېر پانګوال په دې ځای کې پانګونې ته لیوالتیا لري:

"موږ د صنعتکارانو په کورنۍ کې تقریباً دوه زره کسان یو یا ۲زره د انجمن غړي یو، دوی ټول حاضر دي چې خوست ته راشي، ځکه خوست څو ښې ځانګړتیاوې لري، یو دا چې سرحدي ولایت دی، دویم دا چې خلک يې با احساسه دي او دریم دا چې دلته امنیت دی، دا درې مهمې خبرې دي چې صنعتکاران يې لیواله کړي چې په خوست کې پانګونه وکړي انشاالله که د برښنا او ځمکې مشکل حل شي، ټول راځي. "

د خوست د صنایعو خونو مشر خانزلي جلالزوی هم وايي، که چیرې صنعتکارانو ته صنعتي پارک جوړ شي او فابریکو ته برښنا ورکړل شي، نو په نږدې وخت کې به دلته صنعت دومره پرمختګ وکړي چې ۵۰ زره کسانو ته به په کې د کار کولو دایمي زمینه برابره شي.

د خوست صنعتګاران وايي، چې په دې ولایت کې دا مهال ۲۳۵ منځنۍ او وړې تولیدې فابریکې فعالیت لري، خو لويې تولیدي فابریکې نشته، چې لامل يې په دې ځای کې تر اوسه د صنعتي پارک نشتون دی.

د خوست چارواکو په وروستیو کالونو کې په پرلپسې توګه صنعتکارانو سره د صنعتي پارک د ټولنیزې ستونزې د حل او د برښنا د برابرولو ژمنې کړي، خو تر اوسه عملي شوي نه دي، مالومه شي چې په خوست کې د تولیدي فابریکو په مخکې پرتې ستونزې کله هواریږي؟

XS
SM
MD
LG