د اوونيزې خپرونې "تورتمونه" پاڼې ته ښه راغلاست
په پاکستان کې له اوږدې مودې راهيسې يوشمېر کسان بېلا بېلې نشې کوي چې په نتيجه کې يې پر دوی ذهني او جسماني اغېز شوی او بلخوا يې کړه وړه او چلند هم ورسره بدلون موندلی دی.
د دې اوونيزې خپرونې په دغه برخه کې له يو ارواپوه او په نشو د روږدو کسانو درملنه کوونکي ډاکټر سره د نشو او په نشو روږدو کسانو سره تړليو بېلا بېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.
دا خپرونه هره اوونۍ ستاسو لپاره احمد شاه اعظمي جوړوي.
خپرونه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدلای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.