د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د تیري کوونکو، له جنسي صلاحیته محرومولو قانون جوړوي


مدني فعالان وايي، حکومت دې تیري کوونکو ته سزا ورکړي.
مدني فعالان وايي، حکومت دې تیري کوونکو ته سزا ورکړي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د "انصاف او قانون قايمه کمېټۍ" د جون پر څلورمه، پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري خلاف د قانوني مسودې منظوري ورکړه.


د قايمه کمېټۍ او د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي جنېد اکبر د جون پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، دا بِل (قانوني مسوده) د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په حکم وړاندې شوی او هغوی تمه لري چې له دې سره به د جنسي تېریو پېښې کمې شي.

نوموړی وايي، په پاکستان کې د رسنیو له زیاتېدو سره اوس د جنسي تېریو پېښې پټې نه پاتې کېږي او خلک پر دې معامله چوپه خوله نه پاتې کېږي.


په یاد بِل کې یو وړاندیز دا هم شوی چې په جنسي تېریو کې ککړ کسان دې له جنسي صلاحیته محرومه کړل شي. دا بِل به اوس د منظورۍ لپاره قامي اسمبلۍ ته وړاندې کېږي.

د جنید اکبر په وینا کوم کسان چې پر مېرمنو او ماشومانو جنسي تېری کوي، هغوی ذهني ناروغه وي او د مخنیوي لپاره یې اړینه ده چې یو سخت قانون مخې ته راوړل شي. هغه وايي، د یاد جرم سزا مرګ پکار وه خو د کمېټۍ غړو پرې اتفاق وکړو چې جنسي تیري کوونکي دې له جنسي صلاحیته محروم کړل شي.

دا بِل د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۲۴مه، د وفاقي کابینې په غونډه کې منظور شوی و او د نورې منظورۍ لپاره د قامي اسمبلۍ د انصاف او قانون قایمه کمېټۍ ته سپارل شوی و. اوس به قامي اسمبلۍ ته دا بِل د منظورۍ لپاره وړاندې کېږي.

خو بل پلو فعالان وايي، په پاکستان کې وار له مخې ، د ښځو د تحفظ قوانين موجود دي، حکومت ته پکار ده چې هغه قوانين په سمه توګه عملي کړي.

د ماشومانو او مېرمنو د حقونو فعال عمران ټکر وايي، په پاکستان کې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره قوانین شته خو د هغې باوجود هم پېښې نه کمېږي ځکه چې دلته د پولیسو او عدالتونو نظام ډېر زړه ستړی کوونکی او پېچلی دی چې خلک په اسانه انصاف نه شي ترلاسه کولی.

دا له هغې وروسته ده چې د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې د شپې ناوخته د لاهور او ګوجرانواله په منځ کې د ګوجرپورې په سیمه کې پر موټروې دوو کسانو پر یوې ښځې د هغې د بچیانو مخکې جنسي تېری کړی وو. د پېښې خلاف په ملک کې پراخې مظاهرې وشوې.

پاکستان د نړۍ د هغو هیوادونو په قطار کې شامل دی چې پکې پر مېرمنو او ماشومانو د جنسي تېري زیاتې پېښې کېږي. د حکومتي شمېرو ترمخه په یاد هیواد کې هره ورځ د جنسي تېریو ۱۱ پېښې مخې ته راځي.

XS
SM
MD
LG