د امریکا دفاع وزیر لويډ اسټن د مرکزي قوماندانۍ مشر فرېنک مککنزي موظف کړی چې له افغانستانه د دوی د ملکي همکارانو د ویستلو لارې چارې وسنجوي.
د "ډیفینس ون" خپرونې د راپور له مخې مککنزي ته دنده ورکړل شوې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژباړونکي او نور هغه ملکیان وباسي چې له دغو ځواکونو سره یې کار کړی دی.
دا هغه ژباړونکي او کارکوونکي ښودل شوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې ژوند د طالبانو له خوا له خطر سره مخامخېدای شي.
د راپور په دوام کې راغلي، اوس به د سپینې ماڼۍ د پرېکړې له مخې د دغو افغانانو لېږدولو ته لارې چارې سنجول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ځینو ژباړونکو ویلي وو چې د امریکا له خوا یې د ویزې غوښتنلیکونه رد شوي دي. خو د تېرې سې شنبې په ورځ ( د جون لومړۍ نېټه) د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل، د افغان ژباړونکو او امریکایي ځواکونو له همکارانو سره د واشنګټن ژمنه پرخپل ځای ده.
د فېسبوک تبصرې