د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ژباړونکو ته امریکا ویزه نه ورکوي، او وايي هېڅ خطر نه لري


ورځپاڼه وايي، د امريکايي ځواکونو افغان ژباړونکو ته د امريکا خارجه وزارت په دې ويلو سره چې د دوئ ژوند ته خطر نشته، د امريکا وېزې نه ورکوي.

له امريکا خپرېدونکې يوې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په افغانستان کې له امريکايانو سره کارکوونکو افغانانو ته د امريکا د وېزو نه ملاوېدو مساله راپورته کړې ده.


ورځپاڼه وايي، د امريکايي ځواکونو افغان ژباړونکو ته د امريکا خارجه وزارت په دې ويلو سره چې د دوئ ژوند ته خطر نشته، د امريکا وېزې نه ورکوي.

خو ورځپاڼې د يو شمېر افغان ژباړونکو په حواله ليکلي چې امريکايي چارواکي د دوئ زندګيو ته ورپېښ خطرونه له پامه غورځوي.

دا افغان ژباړونکي وايي، امريکا ورته وېزې په داسې حال کې نه ورکوي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته له دوئ څخه د طالب وسله والو د غچ اخيستو په اړه اندېښنې په زياتېدو دي.

ورځپاڼې پر دغه مساله د امريکا د کانګرس د يوه غړي، تلسي ګبارډ غبرګون راخيستی چې ويلي يې دي، افغان ژباړونکو ته د امريکا وېزو نه ورکول به په دې مانا وي چې موږ له دوئ سره د درېدو خپلې کړې ژمنې شا ته غورځولې دي.
XS
SM
MD
LG