د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او تاجکستان دفاع او وسلو ګڼ تړونونه لاسلیک کړي


پاکستان او تاجکستان د خپلو تعلقاتو ښه کولو لپاره د دفاع او وسلو ګڼ تړونونه لاسلیک کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم د جون د دویمې نېټې له غونډې وروسته ویلي ول چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو پرمختګ مهمه خبره ده.

په دې اړه نه خو عمران خان او نه د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان نور څه تفصیل ورکړی.

ښې اړخ ته د پاکستان وزیراعظم عمران خان او کین اړخ ته تاجک ولسمشر امام علي رحمان.
ښې اړخ ته د پاکستان وزیراعظم عمران خان او کین اړخ ته تاجک ولسمشر امام علي رحمان.

اسلام اباد ته د تاجکستان ولسمشر د وفد یو حکومتي چارواکي د مشال راډیو افغان څانګې ته ویلي چې دوی د بندو دروازو شاته پر همکارۍ خبرې کړي دي خو دغه یې لاسلیک کړي نه دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د یو خبر له مخې وزیراعظم عمران خان ویلي دوی د تاجکستان له ولسمشر سره دغه هېواد ته د پاکستان جوړو شویو وسلو د ضرورت په اړه خبرې کړي دي، او په دې اړه یې د مفاهمت یو یاداشت هم لاسلیک کړی دی.

په عېن وخت کې د پاکستان یو خبریال ساجد حسېن پر یاهو وېبپاڼه لیکلي چې پاکستان او تاجکستان د دفاعي همکارۍ یو تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې د پاکستان جوړې شوې وسلې پر منځني اسیايي هېوادونو خرڅول کېږي.

XS
SM
MD
LG