د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او تاجکستان په بېلا بېلو برخو کې ۱۲ هوکړه ليکونه لاسليک کړي


ښې اړخ ته د پاکستان وزیراعظم عمران خان او کین اړخ ته تاجک ولسمشر امام علي رحمان.
ښې اړخ ته د پاکستان وزیراعظم عمران خان او کین اړخ ته تاجک ولسمشر امام علي رحمان.

د تفاهم دا یاداښتونه د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان د پاکستان د سفر پر مهال د جون پر دویمه نېټه په اسلام اباد کې لاسليک شول.

د دواړو هېوادونو چارواکو د وزيراعظم عمران خان او امام علي رحمان په موجودګۍ کې د دفاع، تعليم، فرهنګ، مواصلاتو او تجارت ترڅنګ په ځينو نور برخو کې هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

تر دې وړاندې تاجک ولسمشر اسلام اباد ته له رسېدو سره سم له عمران خان سره ملاقات وکړی.

وروسته ګډې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال عمران خان وويل چې بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ دفاعي اړيکې پیاوړې شي.

نوموړي زياته کړه چې دواړه هېوادونه اندېښمن دي چې که په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له وتو سره سیاسي روغه جوړه ونشي نو ويره ده چې افغانستان بیرته له بې ثباتۍ سره مخامخ نه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG