د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعظم عمران خان د رشکۍ اقتصادي زون پرانیست


د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن ( د مې پر ۲۸مه) د نوښار په رشکۍ کې د ځانګړې اقتصادي زون افتتاح وکړه. رشکۍ اقتصادي زون د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ لاندې جوړیږي.

په نوښار کې د پرانستې دستورې ته په وينا کې وزيراعظم عمران خان وويل چې رشکۍ اقتصادي زون د سيپيک برخه ده او دا به په سيمه کې د پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.

د پاکستان سرکاري رېډیو وايي چې د دغه اقتصادي زون یا سیمې د جوړولو لپاره تر زر اېکړه زیاته مځکه اخیستل شوی. د سرکاري راډیو د خبر له مخې له دغې پروژې سره به په سیمه کې شا او خوا درې لکه خلکو ته د روزګار موقعې برابرې شي.

په رشکۍ اقتصادي زون کې بېلا بېل صنعتونه جوړېږي چې پکې د رختونو، انفارمېشن ټيکنالوجي، انرجي، او د خوراکي شیانو جوړولو هغه شاملې دي. د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه په ۲۰۱۴ز کې پیل شوی وه چې تر مخې یې چین په پاکستان کې تر ۶۰ بلین ډالرو زیاته سرمایه کاري کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG