د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه پر بېلاروس د بندیزونو په اړه غږېږي


د ۲۰۲۱ز کال د مې پر ۲۷مه په لېزبن کې د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د بېلاروس پرضد د ممکنه بندیزونو لپاره خبرې پیل کړي دي.

بېلا روس د مې پر ۲۳ مه د اروپايي ټولنې هېوادونو یونان او لېتوانیا ترمنځ د راین اېیر شرکت پرواز کوونکې الوتکه په سرښار مېنسک کې کوزه کړه او پکې ناست د بېلاروس فعال او خبریال رمان پراتاسېوېچ او د هغه ملګرې یې ګرفتار کړل.

د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو تګلارې مشر جوزف بورل د مې پر ۲۷مه د پرتګال په پلازمېنه لېزبن کې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې وویل، چې د سپرلیو الوتکې تښتول او د دوو مساپرو نیول ورته د منلو وړ نه دي او په غونډه کې پر بېلاروس د اقتصادي بندیزونو پر موضوع بحث کوي.

د بېلاروس واکمن الېکساندر لوکاشېنکا او د هغه ملګري وار له مخه د لوېدیځو هېوادونو تر یو شمېر بندیزونو لاندې دي. دا بندیزونه، د ۲۰۲۰ز کال په اګست کې د ولسمشرۍ د لانجمنو ټاکنو په غبرګون پر مظاهره چیانو د چارواکو تر تشدد وروسته لګول شوي دي. لوکاشېنکا د هغو انتخاباتو له لارې د شپږم ځل لپاره واکمن شوی وو.

د اروپا هوايي چلند ادارې وار له مخه هوايي شرکتونو ته مشوره ورکړې چې د بېلاروس فضايي حدود و نه کاروي. اېیر فرانس، فېن اېیر او سېنګاپور اېیرلاینز د مې پر ۲۵مه د بېلاروس له فضايي حریمه تېرېدونکې پروازونه وځنډول.

دا تر هغې وروسته ده چې د اروپايي ټولنې مشرانو د غړو هېوادونو د هوابازۍ پر ادارو غږ وکړ چې د بېلاروس فضايي حدود دې نه کاروي او د هغه هېواد د هوايي شرکتونو پر الوتکو دې د اروپايي فضايي حدودو او د هوايي ډګرونو پر کارولو بندیز ولګوي.

په عین حال کې د بېلاروس قامي هوايي شرکت بېلاویا د مې پر ۲۷مه په یو بیان کې ویلي چې د بندیزونو له کبله يي اتو هېوادونو ته خپل پروازونه ځنډولي دي.

امریکا او د لوېدیځې اروپا هېوادونو د مې پر ۲۶مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر غونډې وروسته په یو بیان کې له مېنسکه غوښتنه کړی چې خبریال رمان پراتاسېوېچ او د هغه ملګرې صوفیا ساپېګا دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG