د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې ۲۰ طالبان وژل شوي: افغان چارواکي


افغان پوځيان څوکۍ کوي
افغان پوځيان څوکۍ کوي

د افغانستان زابل ولايت امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولایت د شهر صفا ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د وسله والو د حملو په مهال شوو نښتو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د زابل امنیه قوماندان جنرال محمد ویس صمیمي د مې په ۲۳مه مشال رېډيو ته وویل چې دغه وسله وال طالبان پر امنیتي پوستو تر حملې وروسته د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې مړه او ټپیان شوي.

د صمیمي په وینا د وسله والو په حمله کې یو پولیس وژل شوی او یو ټپي شوی دی. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG