د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نورستان کې د سېلګرو د اسانتيا لپاره پانګونه پېل شوې


د نورستان په مرکز پارون کې يو سړک د جوړېدو په حال کې دی
د نورستان په مرکز پارون کې يو سړک د جوړېدو په حال کې دی

د افغانستان نورستان ولايت والي وايي ګڼو پانګوالو په دې غرني ولايت کې د سېلګرو اسانتیا لپاره پانګونه پېل کړې ده.

حافظ عبدالقیوم پرون ناوخته مشال راډیو ته وويل چې دا مهال ځينې پانګوال هوټلونه جوړوي او ځينې بيا په نورو برخو کې سرمايه کاري کوي. نوموړي زياته کړه، له دې سره به نور کسان هم پانګونې ته وهڅېږي.

تر دې مخکې د نورستان چارواکو ویلي وو چې سږ کال تر لسو زرو ډېر کسان د تفريح لپاره ورغلي دي. حکومت تېرکال نورستان ولایت د ملي پارک په نوم نومولی وو. د نورستان والي تر دې مخکې غوښتنه کړې وه چې د نورو سیلانیانو د ورتګ لپاره بايد دغه ولایت د «غیرجنګي» سيمې په توګه اعلان شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG