د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې کومې سیمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي؟


ارشیف
ارشیف

لانګ وار ژورنال وېب پاڼې په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د ویشل شوېو سیمو په اړه یوه نقشه خپره کړې ده چې په وینا یې د افغانستان په سلو کې ۱۹ برخه خاوره په بشپړه توګه د طالبانو په کنټرول کې ده.

لانګ وار ژورنال چې یو امریکايي خبري وېب پاڼه ده او په نړۍ کې د جګړو او ترهګرۍ په اړه راپورونه خپروي وايي، دا نقشه یې د هغو معلوماتو پر بنسټ چمتو کړې چې له پرانېستو سرچینو لکه د رسنیو له راپورونو، د حکومتي ادارو او طالبانو څخه یې ترلاسه کړي دي.

په لانګ وار ژورنال کې په افغانستان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د ویشل شوېو سیمو نقشه

د لانګ وار ژورنال له خوا د دې خپرې شوې نقشې پر بنسټ دا مهال د افغانستان په سلو کې ۴۷ وګړي په هغو سیمو کې اوسیږي چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ په کې نښتې روانې دي او یا د دواړو لورو ترمنځ لاس په لاس کېږي.

د دې رسنۍ د راټولو کړو معلوماتو پر بنسټ د کونړ په پنځو ولسوالیو کې د اسلامي دولت وسله واله ډله (داعش) کنټرول لري.

د افغان حکومت یوې سرچینې مشال راډیو سره په تماس کې د لانګ وار ژورنال له خوا خپره شوې نقشه او راټول شوي معلومات ناسم بللي او ادعا کوي چې د هېواد پر پراخو ګڼ میشتو سیمو حکومت بشپړ کنټرول لري او د طالبانو تر واک لاندې سیمې تر هغې ډېرې کمې دي چې د لانګ وار ژورنال په نقشه کې ښودل شوي دي.

XS
SM
MD
LG