د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې د ماشومانو ښېګړې مرستندویه پروګرام بیا فعال شو


د خیبر یوه ښوونځي کې د یوه ټولګي ماشومان
د خیبر یوه ښوونځي کې د یوه ټولګي ماشومان

د خیبر ضلعې د "صدای امن پروګرام" چارواکو ویلي چې د تیرا په باغ میدان، د بر کمبرخېلو تکیه مرکز، باړې، ډوګره، جمرود او لنډي کوتل تحصیل په ودانیو کې دننه یې د ماشومانو ښېګړې په نوم د مالي مرستې تړلي مرکزونه بیا پرانیستي.

د دوی په وینا، د ځایي ولس د پردې او ناستې وړ بندوبست غوښتنې یی پوره کړې، نو اوس په کار ده چې د ټولو قومونو مستحقې ښځې مرکزونو ته ورشي او خپلې مرستې ترلاسه کړي.

د خیبر ضلعې د صدای امن پروګرام چلوونکي عبدالغني مشال رېډیو ته وایي، کومه ښځه چې دوه کلن یا تر هغې کم عمره ماشوم ولري، صدایې امن مرکز ته دې ورشي چې ورته ۲،۵۰۰روپۍپه پينځو قسطونو کې ورکړي. دا ټولې ۱۲،۵۰۰ روپۍ جوړېږي.

د غني په خبره، که په یوه کورنۍ کې تر دوو کلونو وقفې وروسته بل ماشوم زېږېدلی وي او د نادرا فارم-ب لري نو بل ماشوم ته یې هم پیسې ورکوي.

عبدالغني وایي چې د خلکو شکایتونه یې لیرې کړي دي او په هغو مرکزونو کې یې اوس د سړیو پرځای ښځینه کارکونکې ګومارلي دي.

حکومت دا اقدام تر هغې وروسته کړی چې د سیمې خلکو ویلي ول چې په مرستندویه مرکزونو کې د پردې انتظام نشته او پکې سړي کار کوي، نو ځکه ښځې نه وراستوي.

د غني په خبره، اوس په هر مرکز کې یوازې ښځې کار کوي او ان څوکیدارانې یې هم ښځې دي.

په صدای امن مرکزونو کې د بدلون په اړه د سیمې اوسېدونکی سید کریم شاه وايي، اوس یې ستونزه هواره شوې ده، پخوا پکې د "پردې سم بندوبست نه وو، تشناب هم نه وو، او ماشومانو ته پکې ډير مشکل وو، اوس کار ښه روان دی."

نوموړي وویل، ټولو ښځو ته خواست کوي چې له "کورونا وایرسه دې ځان بچ وساتي، ټولې لارښوونې دې عملي کوي او په مرکزونو کې دې تر ډېره وخته پورې نه کښېني."

یوځايي کس سید نواز شلمانی وایي، د مرستو دا مرکز دې په شلمان کې هم پرانیستل شي چې د لواړګي کرایه یې بچ شي.

د نړیوال بنک او قدرتي افتونو سمبالولو صوبایې ادارې (پي ډي ایم اې) په مرسته، چارواکي د قبایلي ضلعو په ځپل شویو سیمو کې ښځو ته د صدای امن په نوم له پروژې سره سم، د ماشومانو ښېګړې ورکړه (چایلډ ولسن ګرانټ) ورکوي خو شرط دا دی چې بل ماشوم یې تر دوه کلن ځنډ پس زوکړی وي.

د دغه پروګرام چارواکي زیاتوي، د دې مرستې ورکولو په وخت ډاکټران د مور او ماشوم طبي معاینه کوي، جسماني او ذهني نشوونما یې ګوري، او د ګوزڼ په شمول د یو شمېر نورو ناروغیو مهم واکسین هم ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG