د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ای اې ږوب ته الوتنې بیا پیل کړې


له کراچۍ و ږوب ته تلونکې الوتکې سورلۍ. ۲۰۲۱، ۱۸م اپرېل
له کراچۍ و ږوب ته تلونکې الوتکې سورلۍ. ۲۰۲۱، ۱۸م اپرېل

د بلوچستان صوبايي حکومت په هلو ځلو پاکستان انټرنېشنل ایېر لاینز (پي ای اې) پروازونه پيل کړي دي او د مې پر ۱۸مه نېټه یې په ۳۶ سورلیو بار لومړۍ الوتکه له کراچۍ څخه ږوب ته او وروسته له ۴۱ سورلیو سره کراچۍ ته ستنه شوې ده.

د پي ای اې الوتنو بیا پیلېدو پر مهال په ږوب کې یوه دستوره شوې وه چې صوبايي وزیر مټهاخان کاکړ د پي ای اې بلوچستان څانګې مشر بلال احمد او د ږوب منیجر عبدالشکور ګډون کړی وو.

د پي ای اې الوتکې عمله چې نن د مې پر ۱۸مه نېټه یې له کراچۍ تر ږوبه پرواز کړ
د پي ای اې الوتکې عمله چې نن د مې پر ۱۸مه نېټه یې له کراچۍ تر ږوبه پرواز کړ

دې غونډې ته صوبايي وزیر مټها کاکړ وویل، د پراوزونو پیلولو لپاره د ږوب ولس له ډېره وخته دا غوښتنه کوله.

په دې الوتکه کې ږوب ته رسېدلي یوه تن عبدالله جان کاکړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د دوی د سیمې ګڼ کسان په خلیجي هېوادونو لکه متحده عرب امارات او سعودي عرب کې کارونه او کاروبارونه کوي. نو له کراچۍ تر ږوبه د پروازونو پیلېدل د دې سیمې ولس ته یوه لویه اسانتیا ده.

نوموړی زیاتوي چې کله به د ږوب یوه کس سعودي یا اماراتو ته تللی نو تر کراچۍ به یې په بسونو کې ډېر اوږد سفر کولی. لومړی به یې په کوټه کې شپه وه بیا به کراچۍ ته اوږد سفر کولو او هلته به یې شپه وه، نه یوازې دغه سفر ډېر ستړی وو، بلکې ګران هم ورته پرېوتی.

له اوسنیو پراوزونو سره یې سفر هم اسانه او هم ارزانه دی.

د ږوب هوايي ډګر
د ږوب هوايي ډګر

د ږوب خلک وايي چې له دې پروازونو سره به د ناروغانو رسولو ستونزه هم تر ډېره هواره شي.

دوی وايي له کراچۍ تر ږوبه د الوتنو پیلولو هرکلی کړی خو غوښتنه کوي چې ورته پروازونه دې له ږوبه تر پېښور او اسلام اباده هم پیل شي.

په ږوب کې د پي ای اې منیجر عبدالشکور وايي چې له ږوبه تر کراچۍ به په اوونۍ کې دوه پروازونه وي چې د سېشنبې/نهې او جمعه پر ورځ به وي.

د ده په خبره کرایه یې هم ۶۵۰۰ روپۍ ده.

نوموړي زیاته کړه هڅه یې ده چې ډېر ژر له ږوبه تر کوټې او تر اسلام اباده هم الوتنې پیل کړي.

دلته داخبره د یادولو ده چې د ږوب هوايي میدان په ۱۹۸۴ز کال فعاله شوی او په کلونو کلونو ورباندې وړو الوتکو تګ راتګ کاوه خو له تېرو څو کلونو راهیسې یې پروازونه بند ول.

د ږوب سیمه د نړیوالو پروازونو لویه لاره ده چې د چارواکو په وینا چي اوس هم هره ورځ نږدې ۲۰۰ نړيوال پروازونه پر ږوب تېرېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG