د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېګم نسیم ولي خان په چارسده کې خاورو ته وسپارل شوه


بېګم نسیم ولي خان د جنازې لمونځ د چارسدې په ولي باغ کې ادا کړل شو او هم هلته خاورو ته وسپارل شوه
بېګم نسیم ولي خان د جنازې لمونځ د چارسدې په ولي باغ کې ادا کړل شو او هم هلته خاورو ته وسپارل شوه

د عوامي نيشنل ګوند د بنسټښود عبدالولي خان مېرمن بېګم نسيم ولي خان بېګا ماښام د چارسدې په ولي باغ کې خاورو ته وسپارل شوه.

هغه له ډېره وخته راهیسې ناروغه وه او د مې په ۱۶مه د اتوار ګهیځ د ۸۵ کلنۍ په عمر مړه شوه. دا یې د خپل خاوند عبدالولي خان او د زوی سنګين ولي خان په خوا کې ښخه کړه.

د بېګم نسیم ولي په جنازه کې د اې اېن پي د مشرتابه امیر حیدر خان، میا افتخار حسین، اېمل ولي او د د بېلا بېلا ګوندونو د سیاسي مشرانو په ګډون په پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ استازیو ګډون کړی وو.

ولي باغ چارسدې ته د اتوار له ورځې راهیسې د ګڼ سیاسي مشران، سرکاري چارواکي او ولسي وګړي په لوی شمېر کې د غمرازۍ لپاره ورروان دي.

عوامي نېشنل ګوند د بيګم نسيم ولي‌خان په مرګ د درې ورځني ماتم اعلان کړی دی.

بيګم نسيم ولي‌خان درې ځل د پاکستاني پارليمان غړې پاتې شوې وه. نوموړې د خېبر پښتونخوا اولنۍ ښځه وه چې د ۱۹۷۷ کال په غیر ګوندي انتخاباتو کې یې ګډون وکړ او بریالۍ شوه.

هغه د خدايي خدمتګار تحريک بنسټګر، باچا خان نږور او د عوامي‌نېشنل ګوند مشر، عبدالولي خان خان مېرمن وه چې د ۱۹۳۶ز کال په ۲۴م جنورۍ کې زوکړې وه. هغې په ۱۹۷۰ز کال د ذوالفقار علي بوټو په حکومت کې هله د ګوند مشري پرغاړه واخیسته کله چې ولي‌خان ونيول شو. له همدغه وخته د هغې سیاسي مبارزه پېل او نوموړې نوم پېدا کړ.

مېرمن نسیم ولي خان د ۲۰۱۵ په اګست کې له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي ول چې لسګونه کلونه پخوا یې کورنۍ د باچا خان په مبارزه کې شامله شوې وه.

XS
SM
MD
LG