د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو ادب نومیالی لیکوال سلیم راز ومړ


سلیم راز
سلیم راز

د پښتو ژبې شاعر ادیب او څېړنکار سلیم راز په دوشنبه له اوږدې ناروغۍ وروستو ومړ.

نوموړی د پښتو نړیوال کانفرنس باني او چېرمېن وو او دا رنګ له شلو کالو زیات د انجمن ترقي پسند مصنیفین صوبایي سېکرېټري هم پاتې شوې او یوشمېر تحقیقي او تنقیدي مقالې يې چاپ شوي دي.

د پښتو شاعران او لیکوالان د سلیم راز مرګ د پښتو ژبې او ادب لپاره ډېر لوی زیان بولي.

د پښتو ژبې شاعر ادیب لیکوال کالم نګار او څېړنکار سلیم راز د مي پر ۱۷مه د ساه، سینې او د معدې له ناروغۍ ومړ او هم په دغه نېټه ماسخوتن اته بجې د چارسدې په سوکړ کلي کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړی د ۱۹۳۹ کې د مارچ په ۲۹ مه د ملک امان خان کره زېږېدلی وو.

نوموړی د پښتو نړیوال کانفرنس چېرمېن وو او په لومړي ځل يې په کال ۱۹۸۷ذ کې د پښتو نړیوال کانفرنس تابیا کړې وو

او دا رنګ تر د ۲۲ کاله پورې د انجمن ترقي پسند مصنیفین صوبايی عمومي سیکرېټري پاته شوی وو.

د دې ترڅنګ سلیم راز تر ډېره وخته د اردو او پښتو په ورځپاڼو کې کالمونه لیکلي او دا رنګ يې په یو شمېر ادبي رسالو کې تحقیقي مقالې چاپ شوي

د سلیم راز مرګ د پښتو ژبې شاعران ادیبان د پښتو ژبې او ادب ډېر لوی زیان بولي او وايي داسې شخصیات په پېړیو کې چرته یو پېدا کېږي.

په بېښور کې د اسلامیه کالج پوهنتون د پښتو د څانګې مشر ډاکټر اباسین یوسفزی وايي، سلیم راز د شاعر په توګه د یو ژور فکر خاوند او ډېر ترقي پسند وو او د یوې ځانګړې نظریې څښتن وو. سلیم راز د یو نقاد او څیړنکار په توګه په خپل کتاب تنقیدي کرښې کې ښکاره کېږي او سلیم راز په مجموعي ډول د ترقي پسندۍ یوه استعاره وه او او دا رنګ د پښتو ادب د ودې او روزنې لپاره تر افغانستانه تللی وو.

سلیم راز تل د پښتنو د نوي کهول ادبي او تنتقیدي روزنه کړې ده، دا خبره د چارسدې باچاخان پوهنتون د پښتو څانګې ډایرېکټر ډاکټر محب وزیر کوي. دی زیاتوي: سلیم راز د شلمې پېړۍ چې کوم د پښتو ادب چې کوم معماران او کوم سرخېلان دي نوموړی د هغه ځنځیر یوه کړۍ وه. هغه تر دې دمه د پښتو د ادب او د لیکوالانو او شاعرانو په روزنه کې بوخت وو او د پښتو له کلاسیک نه واخله تر جدید ادبه او بیا له جدید ادب نه واخله د شلمې پېړۍ تر اوسنيو لیکوالانو پورې ټول روایاتونه د هغوی په نظر کې ول.

د ډاکټر محب وزیر په خبره سلیم راز چې به کله هم کومه رایه ورکوله نو هغه به د ټولو پېښو شالید ته په کتو ورکوله.

سلیم راز یو شمېر کتابونه چاپ کړي وو چې پکې زخمونه، تنقیدي کرښې، زه لمحه لمحه قتلېږم او په اردو ژبه کې هم ځینې کتابونه چاپ کړي دي او خپله د سلیم راز په فن او شخصیت هم ځینې کتاب چاپ شوي دي.

XS
SM
MD
LG