د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فلسطینیانو او اسراییلو ترمینځ د اوربند ملاتړ کوو: بایډن


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

سپينې ماڼۍ ویلي، د امریکا ولسمشر جو بایډن له اسراییل وزیراعظم بین یامین نتنیاهو سره د مې پر ۱۷مه په ټلېفوني خبرو کې د اسراییلو او فلسطینانو ترمبنځ د ډزبندی د ملاتړ څرګندونه کړې ده.

سپینې ماڼۍ په یو بیان کې وویل چې ولسمشر بایډن د خبرو پر مهال د راکټي حملو پر وړاندې د اسراییل د ځان خوندي کولو د حق په ملاتړ ټینګار وکړ او په غزه کې د حماس او نورو وسله والو ډلو خلاف د اسراییلو د پوځي عملیاتو په پرمختګ یې هم خبرې وکړې.

بیان زیاتوي، ولسمشر بایډن او وزیراعظم نتنیاهو ډزبندی ته د رسیدو په موخه د مصر او نورو ملګرو هېوادونو له هڅو سره د امریکا د یوځایکېدو په باب هم بحث وکړ.

اسراییلو ویلي چې په هوايي بریدونو کې یې په غزه کې د فلسطینیو وسله والو یو لوړ پوړی قومندان وژلی او د ۱۵ کلومیټره اوږد سورنګ ړنګولو ترڅنګ یې د حماس ډلې د مبینه قومندانانو نهه کورونه هم ویجاړ کړي دي.

په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېره له ۲۰۰ زیاته شوې او د اسراییلیو چارواکو ویلي چې په دې هېواد کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG