د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له کووېډ-۱۹ نور لسګونه کسان مړه شوي دي


د پنجاب په پنډۍ کې له کورونا وایرسه د مړه شوي یوه تن جسد له روغتونه وړل کېږي.
د پنجاب په پنډۍ کې له کورونا وایرسه د مړه شوي یوه تن جسد له روغتونه وړل کېږي.

په پاکستان کې کووېډ-۱۹ناروغۍ په تېر يوه شواروز کې نور ۷۴ کسان مړه کړي چې ورسره په دې هېواد کې له دې ناروغۍ د مړیو ټوله شمېره تر ۱۹،۶۰۰ اوښتې.

د کورونا وايرس په اړه د پاکستان حکومتي ووبپاڼې په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نورې څه باندې ۳،۲۰۰ تازه پېښې ثبت شوي دي چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېر له اته لکه اتيا زرو اوښتی دی. خو په هغه هېواد کې له اووه لکه ۹۲ زره زيات کسان له کووېډ-۱۹ څخه رغېدلي هم دي.

بلخوا په پاکستان کې د مې له ۱۶مې د صوبو او ښارونو ترمنځ د سپرلیو موټرو په تګ راتګ بنديز هم ختم شوی دی.

په هغه هېواد کې د کورونا وایرس د کنټرول ملي ‌ادارې (اېن سي او سي) د مې پر۱۵مه اعلان وکړ چې د نویو کېسونو د کمېدو له وجې اوس دکانونو ته اجازه ورکوي چې د شپې تر اتو بجو پورې پرانیستي پاتې شي او په سرکاري دفترونو کې به نيمايي کسان کار کوي.

XS
SM
MD
LG