د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې کورونا وایرس په تېر یو شواروز کې۷۶ کسان وژلي


په پينډۍ کې له کورونا د مړ شوي تن جسد وړل کېږي
په پينډۍ کې له کورونا د مړ شوي تن جسد وړل کېږي

د پاکستان حکومت وايي‌ په تېرو ۲۴ ګينټو کې یې د کورونا وایرس دیرش زره، څلور سوه او دوه ټيسټونه کړي دي.

د کورونا په اړه حکومتي ويبپاڼې د مې په ۱۶مه ليکلي چې کورونا وایرس په تېر یو شواروز کې۷۶ کسان وژلي دي. په دې سره د ټولو کورونا وهلو شمېر له اتو لکو او اوه اویا زرو اوښتی چې پکې یې نورلس زره او پينځه سوه درې څلويښت مړه کړي خو نيزدې اوه لکه او نهه اتیا زره ترې بېرته رغېدلي هم دي.

په همدې حال کې په پاکستان کې د کورونا وایرس مخنيوي لپاره د واکسينو کول هم روان دی. دا واکسين ۴۰ کلنو يا له دې څخه ډير عمر لرونکو کسانو ته کېږي.

د پاکستان پلان وزیر اسد عمر پر ټويټر له خلکو غوښتنه کړې چې د واکسينو دویمه ستنه دې خامخا ولګوي. هغه زیاته کړې چې اتيا فېصده خلک د کورونا وایرس دویمې ستنې لګولو ته ورځي خو په تېرو څو ورځو کې دا چاره ټکنۍ شوې.

پاکستان دا مهال د چين او روس واکسين خلکو ته لګوي. د ساينوفام او سپوتنيک واکسينونه په دوو ډوزونو (ستنو) کې کېږي. دوهمه هغه تر لومړي هغه درې يا څلور هفتې وروسته لګېږي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG