د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې ایسار پاتې سلګونه پاکستانیان په تورخم واوړېدل


د ارشیف انځور

د خیبر ضلعې چارواکي وايي، د کورونا له وجې په افغانستان کې د ایسار پاتې پاکستانیو وګړو ستنېدنه پیل شوې ده.


دا کسان د تورخم په لاره د پاکستان لوري ته اوړي او د چارواکو په وینا تر اوسه ۹۰۰ کسان ستانه شوي چې پکې د شپږو تنانو د کورونا ټیسټونه مثبت راغلي دي. چارواکي وايي، دا کسان په لنډي کوتل روغتون کې قرنطین کړل شوي او چې د کورونا ازموینه یې منفي نتیجه ورکړي نو هله به پرېښودل کېږي چې کورونو ته لاړ شي.

په تورخم کې د کورونا د کنټرول مرکز انچارچ ډاکټر احسان الله مشال راډیو ته وویل، د کومو شپږو کسانو چې د کورونا ټیسټونه مثبت راغلي په هغو کې دوه د خیبر ضلعې، درې د پنجاب او یو د حیات اباد اوسیدونکی دی.

نوموړی وايي، په تورخم کې د ټولو کسانو اېنټېجن ټېسټونه کېږي چې په څو مېنټو کې نتیجه ورکوي. هغه وايي، د چا چې نتیجه منفي راشي هغه کور ته پرېښول کېږي او د چا چې مثبته راشي هغه روغتون ته لېږل کېږي. د نوموړي په وینا د لنډي کوتل په روغتون کې د کورونا لپاره یو وارډ بیل کړل شوی چې ۱۲۹ کټونه پکې دي.

په افغانستان کې سلګونه پاکستانیان د کار، کاروبار او تعلیم لپاره موجود دي چې په اختر کې یې غوښتل خپلو کورنو ته ستانه شي خو دا ځل په تورخم کې ورته دا شرط اېښودل شوی و چې د کورونا ټېسټ به یې کېږي.

XS
SM
MD
LG