د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، د افغانستان د جګړې ښکیلې خواوې باید دایمي اوربند ته هڅې روانې وساتي.
قرېشي د مې پر ۱۴مه له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره د ټیلېفوني خبرو پرمهال د اختر د درې ورځني اوربند هرکلی هم وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې قریشي ویلي: "بین الافغاني خبرو جامع او هر اړخیز سیاسي جوړجاړي ته تاریخي فرصت برابر کړی دی."
پاکستان د سولې په خبرو کې افغان چارواکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی، خو افغان لوری د دوی په خبرو بې باوره دی.
د اختر په لومړۍ ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ننګرهار کې یوې غونډې ته وویل، پاکستان یې په چارو کې لاسوهنه کوي.
نوموړي دا خبره څو ورځې وروسته تر هغې وکړه چې د پاکستان پوځ مشر قمر جاوېد باجوه او بریتانوي سیال یې کابل ته ګډ سفر درلود چې هدف یې د کابل او اسلام اباد د اړیکو ښه والی بلل شوی دی.