د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا تمبوزک وهلو کې نرمي اعلان کړه


د امریکا روغتیايي ادارې د پوره واکسین شویو خلکو لپاره د تمبوزک/ ماسک وهلو کې نرمي اعلان کړې.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز بېګا وویل، واکسین شوي کسان د ودانیو دننه تمبوزک نه وهلو او په زیاتره ځایونو کې د ټولنیز واټن نه مراعتولو اجازه لري.

مرکز دا اعلان پر داسې مهال کړی چې د امریکا شاوخوا نیمايي ابادۍ د کووېډ-۱۹ واکسینو لږ تر لږه یو خوراک اخیستی دی.

د مرکز مشرې روشیل والېنسکي ویلي، له تازه لارښوونې سره سم، اوس هم د ګڼې ګوڼې په ځایونو لکه بسونو، الوتکو، اورګاډو، هوايي ډګرونو، روغتونونو او د بې کوره خلکو په پناه ځایونو کې د تمبوزک وهل اړین دي.

نوموړې وايي، تازه لارښوونه یې په امریکا کې د کورونا وایرس د پېښو کمېدو، تر زلمیو د واکسینو بهیر غځولو او د وایرس د نویو بڼو پر وړاندې د واکسینو اغېزناکۍ ته په کتو شوې.

د نړۍ په ډېریو برخو کې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي خو په ځینو ځایونو لکه برازیل او هند کې په زیاتېدو دي.

په هند کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شویو شمېر له ۲۵۸،۰۰۰ لوړ شوی چې د پوهانو په باور ښايي له اصلي شمېره کم وي. د هند په ګاونډي هېواد نیپال کې هم د کورونا وایرس ورځنۍ پېښې په چټکۍ په زیاتېدو دي.

په هغه هېواد کې د روغتونونو کټونه په ډکېدو دي او هسپتالونه ناروغانو ته د اکسیجن په رسولو کې له مشکلاتو سره مخامخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG