د لاسرسي ځای

تازه خبر

اذربایجان دې خپل سرتېري له ارمنیايي سرحدي سیمو وباسي: مکرون


له رپورټونو سره سم، د مې پر ۱۲مه د اذربایجان پوځ د ارمنیا په جنوب ختیځ ولایت سیونېک کې څو کیلومیټره پرمختګ کړی. ارشیف- انځور
له رپورټونو سره سم، د مې پر ۱۲مه د اذربایجان پوځ د ارمنیا په جنوب ختیځ ولایت سیونېک کې څو کیلومیټره پرمختګ کړی. ارشیف- انځور

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون له اذربایجانه غوښتي چې سمدستي دې د ارمنیا له هغو سرحدي سیمو خپل سرتېري وباسي چې د ده په قول، اذریانو نیولي.

مکرون بېګا پر فېسبوک په بیان کې لیکلي چې د اذربایجان ځواکونو ((پر ارمنۍ خاورې حمله کړې او باید په سمدستي توګه له سیمې ووځي.))

نوموړي دا څرګندونې د اذربایجان او ارمنیا ترمینځ پر پوله د کړکېچن وضعیت په اړه د ارمنیا له ځایناستي (سرپرست) وزیراعظم نېکول پاشېنیان سره تر ټېلېفوني خبرو وروسته کړي.

د ولسمشر دفتر په بیان کې ویلي چې مکرون ((د ارمنیا ځمکنۍ بشپړتیا ته د فرانسې ژمنتیا ته په پام، په سمدستي ډول، له ارمنۍ خاورې د اذربایجانیو پوځیانو پر وتلو ټینګار کوي.))

یرېوان د ټېلېفوني خبرو په اړه په بیان کې ویلي چې پاشېنیان او مکرون د ارمنیا او اذربایجان پر پوله د اذربایجانیو سرتېرو خوځښتونو له وجې د پیدا شوي حالت ختمولو پر هڅو خبرې وکړې.

له رپورټونو سره سم، د مې پر ۱۲مه د اذربایجان پوځ د ارمنیا په جنوب ختیځ ولایت سیونېک کې څو کیلومیټره پرمختګ کړی. د ارمنیا دفاع وزارت وايي، اذربایجاني ځواکونه د مې پر ۱۳مه نېټه (پرون) د پولې له دوو نورو برخو هم ورواوښتل.

خو اذربایجان ټینګار کوي چې سرتېري یې ارمنیا ته نه دي اوښتي او یوازې هغو ځایونو کې ځای پر ځای شوي چې په ژمي کې ورته نشول ورتللای.

په باکو کې د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د شوروي اتحاد له ماتېدو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله په سم ډول نه ده کښل شوې.


دواړو هېوادونه تېر کال د جلا شوې سیمې نګورنو قره باغ پر سر تر یوې نیمې میاشتې جګړه وکړه چې پکې زرګونه کسان ووژل شول.

هغه جګړه د مسکو په منځګړتوب په اوربند پای ته ورسېده او ارمنیا پکې د هغې خاورې لویه برخه اذربایجان ته وسپارله چې له لسیزو راهیسې یې تر واک لاندې وه.

پاشینیان تېره میاشت د شخړې د اداره کولو په غبرګون کې تر لوی سیاسي فشار وروسته استعفا ورکړه. نوموړی اوسمهال د جون پر ۲۰مه تر پارلېماني انتخاباتو پورې د لنډمهالي وزیراعظم په توګه دنده ترسره کوي.

پاشینیان د مې پر ۱۳مه د خپل هېواد د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې پر باکو د نویو سرغړونو تور پورې کړ. هغه، د خورا حساس وضعیت یادونه وکړه.

تر دې وروسته اذربایجان د دې تورونو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG