د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان 'ترهګر' دي امریکا دې خپلې مرستې جاري وساتي: امرالله صالح


د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستيال امرالله صالح
د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستيال امرالله صالح

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح له واشنګټنه غوښتي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته هم له دغه هېواد سره خپلې مرستې جاري وساتي، ځکه چې د نوموړي په باور طالبان د افغانستان راتلونکي خطرناک دي.

ښاغلي صالح د دوشنبې په ورځ له 'سي.بي.اېس' ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، هغه بدلونونه چې په افغانستان کې ليدل کېږي، دا د امريکا د پانګونې له امله دي او دغه هېواد بايد له افغانستان سره خپلې مرستې په اقتصادي، ډيپلوماټيکو او نورو برخو کې جاري وساتي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستيال طالبان د افغانستان راتلونکي ته خطر وباله او ویې ويل چې امريکا دغې ډلې ته مشروعيت ورکړی.

نوموړي ویلي: "موږ امريکا ته نه وايو چې پای ته يې مه رسوئ، د دې لپاره چې دوی خپله پريکړه کړې او موږ ورته احترام لرو، زه ډاډه یم چې هغوی خطر محسوس کړی او که تاسې له ما پوښتنه وکړې چې خطر څه شی دی زه وايم خطر، ترهګر طالبان دي."

خو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ازادي راډيو ته په استولي پیغام کې د امرالله صالح څرګندونې له واقعیته لیرې بللې دي.

د روانې مې میاشتې له لومړی نېټې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير په پيل سره، په افغانستان کې تاوتريخوالي او جګړو زور اخېستی، هغه څه چې حکومت يې مسوول طالبان يادوي، خو طالبانو بيا دغه ادعاوې تل رد کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امريکا ولسمشر جوبايډن او متحدینو يې پريکړه کړې چې ټول بهرني قوتونه به د سېپټمبر تر ۱۱ مې نېټې پورې له افغانستانه وځي.

XS
SM
MD
LG