د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې ملي ویر: م.م وايي د خونړیو بریدونو سرغنه دې عدالت ته راکاږل شي


افغانستان کې د ملي ویر په پار پر ارګ ماڼۍ د افغانستان نیم ځوړند بیرغ
افغانستان کې د ملي ویر په پار پر ارګ ماڼۍ د افغانستان نیم ځوړند بیرغ

په افغانستان کې د وروستیو خونړیو پېښو په خاطر نن ملي ویر اعلان شوی دی.

افغان حکومت وايي نن د لوګر او کابل د پېښو له قربانیانو سره د خواخوږۍ په هدف په ټول افغانستان کې په جوماتونو، تکیه‌خانو او دولتي دفترونو کې د فاتحې مراسم او د قرانکریم ختمونه ترسره شول.

د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال سرور دانش د دفتر د رسنیو مسؤل محمد هدایت ازادي راډيو ته وویل چې دغه‌شان په کور دننه په دولتي ادارو او بهر د افغانستان په ډیپلوماتيکو استازولیو کې د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وو.

هدایت زیاتوي: "د سیدالشهدا د ښوونځي او دغه‌شان د لوګر د پېښې د قربانیانو د فاتحې مراسم او د قران عظیم‌الشان ختم په ارګ کې د ولسمشر، مرستیالانو، پخواني ولسمشر او نورو ګڼو چارواکو په برخې اخیستنې ترسره شول."

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر هم ملي ویر ته په اشارې ویلي چې له افغانانو سره د یووالي د ښودلو او په دې هېواد کې د وروستیو پېښو د قربانیانو په یاد خپل بیرغ نیم ځوړندوي.

اروپايي ټولنې پر خپل رسمي ټویټرپاڼه لیکلي دي چې سولې ته د رسېدو لپاره له افغانانو سره ولاړه ده.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې په سیدالشهدا ښوونځي د موټر بم حملې له امله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې له ۵۰ زیات زده‌کوونکي ووژل شول او ۱۵۱ نور ټپيان شول.

د افغانستان د بشر جقونو خپلواک کمېسیون بیا د ټپيانو شمېر ۱۵۱ تنه ښودلی دی، خو د یو شمېر راپورونو پر بنسټ دا شمېر ښايي زیات وي.

له دې وړاندې په ورته موټر بم حمله کې د لوګر په مرکز پل علم کې لږترلږه د ۱۲مو ټولګیو ۲۵ هغه فارغان ووژل شول چې د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره له ازرې ولسوالۍ دې ښار ته ورغلي وو.

په دې پېښه ۹۱ تنه نور ټپیان هم شول.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو حملو ترسره کوونکي چې له امله‌يې د ښوونځیو لسګونه زده‌کوونکي ووژل شول، باید محاکمه شي.

د امنیت شورا له لوري تازه په یوه خپره شوې اعلامیه کې له غړو هېوادونو غوښتنه شوې چې د یادو حملو، د مرتکبینو، تمویل کوونکو او تنظیموونکو په محاکمه کولو کې باید له افغانستان سره مرسته وکړي.

لوګر کې د وژل شویو کسانو مړي
لوګر کې د وژل شویو کسانو مړي

د امنیت شورا په اعلامیه کې وروستي خونړي بریدونه غندل شوي او افغان حکومت او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې ده.

د دغه خونړیو حملو مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی، که څه هم افغان حکومت طالبان د دې بریدونو مسؤل بللي، خو طالبانو دواړه حملې غندلې دي.

افغانستان د روژې په میاشت کې د خونړیو حملو شاهد و.

نه‌یوازې له بېلابېلو ولایتونو د سختو جګړو راپورونه ورکول کېدل، بلکې د کابل او لوګر به شان موټر بم حملې هغه څه وې چې لوړ ملکي تلفات‌يې درلودل.

تېره ورځ د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د روژې میاشتې له لومړۍ نېټې دوی ۱۳۰ امنیتي پېښې ثبت کړي چې له امله‌يې ۱۶۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵۱ نور ټپیان دي.

د بشر حقونو کمېسیون ویلي چې په دې شمېر کې هغه کسان چې د سیدالشهدا پر ښوونځي په حمله کې ورته مرګ‌ژوبله واوښته، نه‌دي شامل.

دغه کمېسیون ویلي چې د ملکي مرګ‌ژوبلې دا کچه د تېرې یوې میاشتې په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو د راتلونکي کوچني اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د هرکلي ترڅنګ د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.

خلیلزاد په ټویټر کې د سولې د خبرو په چټکتیا ټینګار کړی، چې د ده په وینا دا بې‌معنی جګړه پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG