د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلو او فلسطینانو ترمینځ د تاوتریخوالي عکسونه

اسراییلي وزیراعظم بنجمن نتن یاهو خبردارۍ ورکړی چې حماس د می پر ۱۰مه پر بیت المقدس د راکټونو په توغولو سره تر سرې کرښې اوښتی دی.

دا له هغه څو ورځې وروسته ده چې له الاقصی جومات سره نږدې د فلسطیني مظاهره چیانو او اسراییلي پولیسو ترمنځ نښتې شوې وې. دغه راکټی بريدونه د دواړو غاړو تر منځ د کړکیچ د زیاتوالی څرګندويي کوي چې په نتيجه کې یی په سلګونه فلسطینیان ژوبل شوي دي.

په ځوابي حمله کې اسراییلي پوځ په غزه سیمه کې په هوایي بریدونو کې راکټ لانچرې او وسله وال په نښه کړي دي. د فلسطین د روغتيا په غزه پټۍ کې د ۲۰ کسانو د مرګ خبر ورکړی چې پکې نهه ماشومان هم دي. په وژل شويو کې د درې ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ اووه کسان هم دي.

پر اسراییل دغه بریدونه دبیت المقدس د ورځې د لمانځلو په ورځ ماښام مهال شوی ول. په دې ورځ په ۱۹۶۷ ز کال کی دعربو او اسراییلو د جنګ پر مهال اسراییل مشرقی بیت المقدس نیولی وو.


نور وښیئ

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG