د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې اپوزېشن ګوندونو د انتخاباتو په باب صدارتي فرمان رد کړ


په پاکستان کې سرکار مخالفو سیاسي ګوندونو بهر مېشتو هېوادوالو لپاره د انلاین ووټ اچولو صدارتي فرمان رد کړی او ويلي یې دي چې حکومت باید د داسې ګام تر اخیستو وړاندې له ټولو سیاسي ګوندونو سره سلا وکړي او الېکشن کمېشن دې هم د دغه ډول صدارتي فرمان تر جاري کولو وړاندې په اعتماد کې واخلي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د مې میاشتې پر اتمه د انتخاباتو په قانون کې په دوه مادو کې ترمیم نافذ کړ چې اولنی ترمیم د الېکشن ایکټ ۲۰۱۷ز په ۹۴ ماده کې تر لومړي شق لاندې بهر مېشتو پاکستانیانو ته په راتلونکو ټولټاکنو کې د ووټ اچولو حق ورکوي.

د همدې قانون د یوه بل ترمیم په ۱۰۳مه ماده کې الېکشن کمېشن ته ویل شوي چې په راروانو ټولټاکنو کې د ووټ اچولو لپاره الېکټرانک یا برېښنايي مشینونه وکاروي.

د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال خوشدل خان د مې پر نهمه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، له پارلېمانه بهر فرمانونه نه مني او ژر به یې په عدالت کې چیلنج کړي.

نوموړي زیاته کړه په کار ده چې حکومت دا مسوده پارلېمان ته د بحث لپاره وړاندې کړې وای او د پارلېمان تر منظورۍ وروسته یې د قانون برخه ګرځولې وی.

بلخوا د انګرېزۍ ورځپاڼی دې نیوز انټرنیشنل د مې میاشتې پر ۱۰مه نېټه په یو رپورټ کې د پاکستان ټاکنو کمېشن د سرچینو لخوا لیکلي چې کمېشن صدارتي فرمان منلو ته تیار نه دی.

د ټاکنو کمېشن د سرچینو له خولې په رپورټ کې راغلي، الېکشن کمېشن یو وار بیا مایوسه شوی ځکه د ارډیننس په راوړلو کې حکومت له کمېشن سره هېڅ رابطه یا مشوره نه ده کړې او کمېشن به ګوري چې دغه صدارتی فرمان په راتلونکو ټولټاکنو کې عملي کېدای شي که نه؟

د پاکستان ولسمشر دا فرمان پر داسې مهال خپور کړی چې وزیراعظم عمران خان د مې پر لومړۍ نېټه اپوزیشن ګوندونو ته د ناستې بلنه ورکړې وه چې پر انتخاباتي اصلاحاتو ورسره بحث وکړي.

خو اپوزیشن ګوندونو ویلي ول چې پر انتخاباتي قانون باید په پارلېمان کې بحث وشي.

XS
SM
MD
LG