د اوونيزې خپرونې "تورتمونه" پاڼې ته ښه راغلاست
په پاکستان کې يوشمېر کسان په بېلا بېلو نشو روږد دي چې زياتره يې ځوانان دي. د دې هېواد په مليونونو روږد کسانو کې د بېلا بېلو عمرونو، مسلکونو او جنس سره اړه لرونکي کسان شامل دي.
د دې اوونيزې خپرونې په دغه برخه کې د پاکستان په بېلا بېلو تعليمي ادارو کې د هغو زده کوونکو حال درسره شريکوو چې په نشو اخته شوي دي.
دا خپرونه هره اوونۍ ستاسو لپاره احمد شاه اعظمي جوړوي.
خپرونه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدلای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.