د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ ضمني انتخاباتو رایې بیا-شمېرل کېږي


دغه څوکۍ د تحریک انصاف ګوند فیصل واوډه تر استعفی وروسته خالي شوې وه.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د قامي اسمبلۍ د کراچۍ ۲۴۹مې څوکۍ د ووټونو د بیا-شمېرنې غوښتنه ومنله.

په دې حلقه د اپرېل پر ۲۹مه ټاکنې شوې وې چې د غیرحتمي نتیجو له مخې پکې د پاکستان پيپلز پارټۍ قادرخان مندوخېل بری ترلاسه کړی وو. خو د مسلم لیګ (ن) ګوند نوماند مفتاح اسماعیل هغه نتیجه نه وه منلې او د انتخاباتو کمېشن ته یې درخواست کړی وو چې ووټونه دې دوباره وشمېرل شي.

د مې پر څلورمه د پاکستان الېکشن کمېشن وویل چې د ووټونو بیا شمېرنه به د مې په شپږمه نېټه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان کانديد مفتي نذیر احمد کمالوي ۱۱ زره يو سل ۲۵ رایو سره په درېیم ځای او د غير سرکاري غير رسمي نتيجې ترمخه دپيپلز ګوند کانديد په ۶۸۲ ووټونو کاميابي ترلاسه کړې وہ.

د مسلم لیګ (ن) کاندید مفتاح اسماعیل د ضمني ټاکنو غير سرکاري او غير حتمي نتیجه نه وه منلې او بيا هغه د اپرېل پر ۳۰ مه د الېکشن کمېشن پاکستان غوښتنه وکړه چې په حلقه کې ورکړي شوي ټولې رایې له سره وشماري. او هغه د الېکشن کمېش څخه د ورکړی شوي ټولو ووټونو د فارنزک اډټ پلټنې لپاره غوښتنه هم کړې.

له کراچۍ څخه د قامي اسمبلۍ دغه سیټ د پاکستان تحریک انصاف د غړي فیصل واوډه له استعفی وروسته خالي شوی و.

XS
SM
MD
LG