د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان به پاکستانيو وګړو ته اوږدمهالې ویزې ورکوي: نجيب الله عليخېل


افغانستان د پاکستانيو وګړو لپاره د اوږدمهالو او ملټیپل ویزو جاري کولو يوه نوې تکلاره اعلان کړې ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير نجيب الله عليخېل د مې پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، د نوي پاليسي په بنسټ د ویزو ورکول د مې مياشتې له درېيمې نېټې څخه پیل شوي دي.

په افغانستان کې پاکستاني زده کوونکو ته به د هغوی تحصيل دوران پورې ویزې ورکول کېږي.
نجیب الله عليخېل

عليخېل د ویزو نوی تګلارې د تفصيلاتو ورکولو په اړه وويل چې چکري/ټورسټي ويزه به ملټيپل او یوه کلنه وي او د قيام يا د پاتې کیدو موده به دوه مياشتې وي.

په افغانستان کې پاکستانيو زده کوونکو ته به د هغوی تحصيل دوران پورې ویزې ورکول کېږي او تمدید يې په افغانستان کې کولای شي.

نوموړي وايي، هغه پاکستاني وګړي چې میرمن يې د افغانستان او يا د ميرمنې خاوند سئ پاکستانی وي هغوی ته به ۵ کلنه ویزه ورکول کېږي.

عليخېل زياته کړه پاکستانيو سوداګرو ته به له يوه کال څخه تر پنځه کالو ویزې ورکول کېږي.

ده وویل، د تجارتي ویزو لپاره فیس هم اخېستل کېږي چې پاکستان هم د سوداګريزو ويزو لپاره فیس اخلي.

بشپړه راپور دې غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير نجیب الله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پاکستان هم پروسږ کال افغانانو لپاره يوه لبرال ویزه پاليسي اعلان کړی وه چې ترمخه يې افغان وګړو ته د اوږدې مودې او ملټي پل ویزې ورکول کېږي.

په کابل کې د پاکستان سفير منصور خان وړاندې ويلي ول چې سفارت يې هره ورځ ۲،۵۰۰ ویزې ورکوي.

پاکستاني سوداګرو ته به له يوه کال څخه تر پنځه کالو ویزې ورکول کېږي.
نجیب الله عليخېل

د دواړو هېوادونو لخوا د ویزو نوي پاليسي به د خلکو تګ راتګ زيات او د سوداګرو ستونزه حل کړي.

بلخوا هغه یوشمېر پاکستاني وګړي چې د افغانستان له لارې سعودي عرب ته تلل غواړي هره ورځ په اسلام اباد کې افغان سفارت ته رجوع کوي.

سعودي عرب د کورونا وبا له کبله پاکستان او د ځینو نورو هېوادونو څخه د الوتکو په ورتلو بندیز لګولی دی.


افغان سفير وايي, اوس هره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ ویزې ورکوي خو سعودي عرب او ځینې نورو هيوادونو ته د کابل له لارې تلونکي پاکستاني وګړي د ویزو په ترلاسه کولو کې د مشکلاتو شکايت کوي.

د افغان سفارت مخې ته د خلکو کنټرولولو لپاره پوليس ځای پر ځای کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG