د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستۍ رسنۍ اقتصادي او امنیتي ستونزې لري


د خوست رسنوال
د خوست رسنوال

په افغانستان کې د مې درېیمه یا د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې د رسنیو کارکونکي او خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ترڅنګ له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په خوست کې د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې استازي وايي، په خپل وخت اطلاعاتو ته نه لاسرسی، اقتصادي او امنیتي ستونزې هغه ننګونې دي چې ګڼ خبریالان ورسره مخامخ دي.

نن د دوشنبې په ورځ د یادې ادارې سیمه ییز مشر سیف الله حیات مشال راډیو ته وویل، د یو شمېر سیمه ییزو رسنیو اقتصادي ستونزې دومره ډېرې دي، چې حتا د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخې دي.

نوموړي زیاته کړه: "یو یې امنیتي ستونزې دي، چې متاسفانه په دې وروستیو کې په خبریالانو بریدونه بېخي زیات شول، دویمه غټه ستونزه د خبریالانو او رسنیو لپاره په ځانګړې ډول سیمه ییزو رسنیو کې اقتصادي ضعف دی، ځینې داسې رسنۍ هم شته، چې د سقوط له ګواښ سره مخامخې دي، دریمه ستونزه چې موږ ته يې خبریالانو یادونه کړې، په ټول افغانستان په ځانګړې ډول خوست کې خبریالان پر وخت مالوماتو ته لاسرسۍ نه لري. "

د خوست د رسنیو یوشمېر مسوولین بیا د سیمه ییزو رسنیو تر منځ په بازار موندنه کې ناسالم رقابت، د کرونا وبا او په ښار کې د سوداګریزو اعلاناتو کمېدل هغه لاملونه بولي، چې دې هم د رسنیو فعالیتونه اغېزمن کړي دي.

د غرغښت راډیو تلویزیون مشر سخي سرور میاخېل وايي، په خوست کې رسنۍ د کمزورتیا په لور روانې دي، ځکه اقتصاد يې کمزوری شوی دی.

دی زیاتوي، د سیمه ییزو رسنیو تر منځ په ځانګړې ډول د بازار موندنې په برخه کې ناسالم رقابتونه کیږي او همداشان د کرونا وبا په وجه سوداګریز اعلانونه هم کم شوي دي.

سخي سرور میاخېل دا هم وویل، که له یوې خوا رسنۍ په اقتصادي لحاظ کمزروې شوي، بل لوري ته حکومت هماغه مالیات چې پخوا يې اخیستل په دې کرونايي وخت کې هم غواړي، چې په دې اندازه مالیات د رسنیو له وسه پورته دي.

په افغانستان کې د بیان ازادي څرنګه ده، په اړه لیکوال او ژورنالیست زاهدشاه انګار د ځینو پرمختګونه یادونه کوي او وايي، د بیان ازادي د افغانستان په اساسي قانون کې تسجیل شوې، د ټولیزو رسنیو قانون تصویب او نافذ دی.

همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون شته، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون ایجاد شوی او د رسنیو او حکومت ګډه کمیټه جوړه شوې ده، خو دده په وینا بیا هم د بیلابیلو لورو لخوا د بیان د ازادۍ پر وړاندې ستونزې او ننګونې جوړیږي.

ښاغلی انګار زیاتوي: "په افغانستان کې له ۳ زره زیاتې چاپي، غږیزې، انځوریزې او برښنايي رسنۍ رامنځته شوې دي، له دې څرګندیږي چې په دې هېواد کې د بیان د ازادۍ لپاره بستر هوار شوی، خو ځینې وختونه د افغانستان د دولت لخوا، د دولت د مخالفینو لخوا، د زورواکو او جنګسالارانو لخوا د بیان ازادي ته ګواښونه پېښېږي، له بله پلوه د افغانستان ځینې اتباع او ځینې رسنۍ کله نا کله د بیان د ازادۍ له حدودو پښې اړوي او پولې ماتوي. "

بل لوري ته د خوست نوی مرستیال والي عبدالنصیر حقمل د رسنیو رول په ټولنه کې ډېر اغېزمن بولي او زیاتوي، چې په رښتیا هم رسنۍ د خپل ستر مسوولیت په اداینه کې له ستونزو سره مخامخېږي.

نوموړی زیاتوي، ولایتي اداره به له رسنیو سره همغږې وي او هڅه به کوي، چې د امکان تر بریده د دوی ستونزو او مشکلاتو ته حل لارې ومومي.

د رسنیو څخه د ملاتړ ادارو هم ویلي، چې، حکومت په تېرو نږدې دوه لسیزو کې له دوی د غوښتنو او انتقادونو سره، سره د رسنیو او خبریالانو د وضعیت ښه‌‎والي ته پام نه دی کړی.

د دوی په وینا، که دولت په سمه توګه پر خپلو کړو ژمنو عمل او د خبریالانو او رسنیو خونديتوب لپاره هڅې ونکړي؛ نو په تېرو کلونو کې د رسنیو په برخه کې به لاسته‎راوړنې له ګواښونو سره مخامخ شي.

د ۱۹۹۳ زکال د ډسمبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د عمومي مجموعې په ۴۸مه ناسته کې د می ۳یمه د (( رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ)) اعلان شوه.

له هغه وروسته د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دا ورځ د رسنیو د آزادۍ نړیوالې ورځې په نوم لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG