د اوونيزې خپرونې "تورتمونه" پاڼې ته ښه راغلاست
په پاکستان کې يوشمېر کسان له مودو راهيسې په بېلا بېلو نشو روږد دي چې د بېلا بېلو لاملونو له کبله يې د نشو خوا ته مخه کړې ده. په دې کې ګڼ شمېر کسان اوس په بېلا بېلو مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.
د دې اوونيزې خپرونې په دغه برخه کې د هغو کسانو خبرې واورئ چې په نشه روږد شوي او اوس يې درملنه روانه ده.
دا خپرونه هره اوونۍ ستاسو لپاره احمد شاه اعظمي جوړوي.
خپرونه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدلای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.