د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ پر سرحدي سیمه نښته شوې


دغلته وضعیت په بیړه کړکیچن شو او د قرغزستان د جنوب لویدیځې باتکین سیمې په لیلیک (Leylek) ولسوالۍ کې د دواړو لوریو سرتېرو یو پر بل ډزې وکړې.
دغلته وضعیت په بیړه کړکیچن شو او د قرغزستان د جنوب لویدیځې باتکین سیمې په لیلیک (Leylek) ولسوالۍ کې د دواړو لوریو سرتېرو یو پر بل ډزې وکړې.

د منځنۍ اسیا د دوو هېوادونو تاجکستان او قرغزستان ترمنځ پر یوه لانجمنه سرحدي سیمه نښته د اوربند تر اعلان مخکې پیل شوه.

د قرغزستان د روغتیا وزارت د اپرېل پر ۳۰مه ویلي، په دې نښته کې چې د دواړو لورو له خوا د ډبرو له وارولو وروسته پيل شوه د دوی اړخ ته ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۳۴ نور ټپيان دي.

دغلته وضعیت په بیړه کړکیچن شو او د قرغزستان د جنوب لویدیځې باتکین سیمې په لیلیک نومي ولسوالۍ کې د دواړو لوریو سرتېرو یو پر بل ډزې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۲۹مه ناوخته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو اعلان وکړ چې پر اوربند موافقې ته رسېدلي دي.

د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې دوی به رامنځته شوې لانجه د ډيپلوماسۍ له لارې هواره کړي او خپل ځواکونه به بیرته له سیمې په شا کوي.

تاجکستان او قرغزستان ترمنځ سرحدي سیمه
تاجکستان او قرغزستان ترمنځ سرحدي سیمه

د قرغزستان د باتکین سیمې چارواکو ویلي، سرحد ته نېږدې له پرتو کلېو ۱۳ نیم زره قرغزیان تخلیه شوي دي.

د قرغزستان پولیس د تاجکستان وګړي د وضعیت په خرابوالي ملامتوي او وایي، لومړی تاجکستاني لوري په کوکتاش کلي کې د دوی د اردو په یوه ډله ډزې وکړې.

د راپورونو له مخې د تاجکستان له لوري د قرغزستان اکسای کلي ته نېږدې هم ډزې شوي.

د تاجکستان د سرحدي ګارډ ځواکونو د قرغزستان ادعا رد کړې.

تاجکستاني چارواکو ویلي، لومړی د قرغزستان پوځیانو د تاجکستان په پوله ساتو ځواکونو په ګالاونای سیمه کې ډزې وکړې.

تاجکستان چې پر معلوماتو کلک کنټرول لري ځان خواته پر اوښتې مرګ ژوبلې پټه خوله دی، خو دومره یې ویلي چې د دوی نهه تنه ژوبل شوي چې دوه وګړي یې په ډزو او ۷ نور یې د نښتې پر مهال ټپیان شوي دي.

په ۱۹۹۱ز کال کې د پخواني شوروي اتحاد له پرزېدو وروسته د منځنۍ اسیا ګڼې سرحدي سیمې لانجمنې پاتې دي.

دغو سیمو کې څو ځله داسې نښتې شوي چې ځینې یې مرګونې هم وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG