د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اوکراین ته ځي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکېن راتلونکې اوونۍ پر داسې وخت د اوکراین په سفر ځي چې په سیمه کې د روسیې د پوځيانو ځای پر ځای کېدو او د وسلو لېږد ترینګلتیا زیاته کړې.

سي بي اېس ټېلېوېژن خبر ورکړ چې بلېنکېن ورسره په مرکه کې د اوکراین سفر تایید کړی دی. دا مرکه د مې پر دویمه خپرېږي.

په وروستیو اوونیو کې د اوکراین پولو ته نېږدې او په نیول شوې کریمیا کې د روسیې پوځیانو ځای پر ځای کېدو په کییف او غرب کې د شخړې د پراخېدو اندېښنې زېږولې دي.

خو د اپرېل پر ۲۳مه مسکو اعلان وکړ چې له سیمې یې د سرتېرو ستنول پیل کړي.

سي بي اېس له بلېنکېن سره د مرکې یوه برخه خپره کړې چې پکې نوموړی وايي، "له ۲۰۱۴ز کال راهیسې چې روسیې واقعاً حمله کړې وه، اوسمهال له اوکراین سره پر پوله تر بل هر وخت زیات پوځیان ځای پر ځای شوي."

مسکو وايي، پوځیان یې د تمرین لپاره سیمې ته لېږدولي ول او د غرب اندېښنې یې په خپلو چارو کې د مداخلې په توګه رد کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG