د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې له ۴۰۸ بهرنيوو داعش بندیانو ۲۹۹ پاکستانيان دي: اين ډي ايس


په ننګرهار کې په ۲۰۱۹ کال کې د داعش وسله والې ډلې تسلیم شوي غړي
په ننګرهار کې په ۲۰۱۹ کال کې د داعش وسله والې ډلې تسلیم شوي غړي

افغان چارواکي‌وايي د هغو بهرنيوو داعش غړو په اړه یې د هغوی هېوادونو سره خبرې پېل کړي چې په افغانستان کې بندیان دي.

د افغانستان استخباراتي ادارې، اين ډي‌ ایس مشر احمد ضيا سراج د اپرېل په ۲۷مه په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې دوی سره دا مهال ۴۰۸ بهرني داعش وسله وال بنديان دي. د نوموړي په خبره په دوی کې د پاکستان ۲۹۹ وګړي شامل دي.

هغه زیاته کړه: ((د چين، هند، روس او ازبکستان په شمول د ۱۴ هېوادونو وګړي موږ سره بندیان دي. دا ټول د داعش غړي دي چې موږ په بېلابېلو وختونو کې نيولي دي. د بندیانو سره د دوی ۱۷۳ماشومان هم دي. موږ غواړو د دوی هېوادونو سره خبرې وکړو چې په اړه یې یو حل لاره پېدا شي.))

سراج دا ونه ويل چې د دغو هېوادونو سره د دې بندیانو د سپارلو په اړه خبرې کول غواړي او که څنګه؟ خو هغه زیاته کړه چې له دې ثابتیږي چې افغان ځواکونو نه يوازې د افغانستان بلکې د نړۍ د خوندېتوب لپاره کار کوي.

داعش وسله واله ډله په عراق او شام کې په ۲۰۱۴ کال کې منځته راغلې وه خو په ۲۰۱۵ کال کې یې د داعش خراسان دلاندې په افغانستان او پاکستان کې هم فعالیت پېل او حافظ سعيد یې مشر اعلان کړ.

د قبایلي ضلعو قومي مشران د ننګرهار ولايت د چارواکو سره د داعش د نيول شوو غړو په اړه په جرګه بوخت دي
د قبایلي ضلعو قومي مشران د ننګرهار ولايت د چارواکو سره د داعش د نيول شوو غړو په اړه په جرګه بوخت دي

دې ډلې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې په ننګرهار ولايت کې ډېر قوت پېدا کړ او د هغه ځای په شمول یې په کابل کې هم لوی بریدونه وکړل. د دوی مرکزونه په اچين ولسوالۍ کې وو. خو د افغان ځواکونو په لاس د داعش وسله والې ډلې د مشرانو پرله پسې وژل کېدو، د مرکزونو له منځه تللو او د وسله والو د تسلیمېدو له امله یې زور مات شو.

د پاکستاني بندیانو او کورنيوو د سپارلو لپاره یې د قبايلي ضلعو د قومي مشرانو او ننګرهار د چارواکو ترمنځ جرګې هم شوې وي. د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې هغه مهال د ننګرهار ولايت والي، شاه محمود مياخېل مشال رېډيو ته ويلي وو چې سل بنديکورنۍ یې قومي مشرانو ته سپارلي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بندیانو د تبادلې تړون نشته. تر اوسه د پاکستان حکومت د خپلو وګړو د سپارنې يا هم د بندیانو د تبادلې په اړه څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG