د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د دوو ځوانانو وژنې خلاف پرلت پیل شوی


د مکين رغزۍ کې د وژل شویو ځوانانو د وژنې پرضد پرلت روان دی.
د مکين رغزۍ کې د وژل شویو ځوانانو د وژنې پرضد پرلت روان دی.

د جنوبي وزيرستان اوسېدونکو د دوو ځوانانو د وژنې د پېښې پرضد پرلت پيل کړی دی.

د ځايي خلکو په ادعا، دوه ورځې وړاندې د مکين رغزۍ کې امنيتي ځواکونو د دوکان مخې ته ناستو ځوانانو باندې ډزې وکړې چې پکې دوه ځوانان ووژل شول او يو زخمي شو. خلک ادعا کوي چې دوی هغه عسکر هم پېژندلي چې د دوی په وينا په وژنه کې ککړ دي.

ځايي خلکو له د اپريل له ۲۶مې نېټې راهېسې د مکين تحصيل مخې ته د وژل شويو ځوانانو مړي اېښې او احتجاجي درنا يې پيل کړې ده.

په دې اړه بشپړ راپور لاندې د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

جنوبي وزیرستان کې د دوو ځوانانو وژنې خلاف پرلت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په پرلت کې شامل د پښتون ژغورنې غورځنګ يو ځايي مشر رحمت شاه د اپريل پر ۲۶مه، مشال راډیو ته وويل، هغوی غوښتنه کوي چې په وژنه کې دې د تورنو عسکرو پرضد مقدمه درج شي، د وژل شويو کورونيو ته دې معاوضه ورکړل شي او د هغه په خبره پوځيان دې هغه کورونه خالي کړي چې د ده په ادعا هغوی پکې پراته دي.

پوځ په دې اړه څه نه دې ويلي خو د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي مشال ريډیو ته ويلي چې دا کسان امنيتي عسکرو نه بلکې نامعلومو وسله والو وژلي دي او دوی يې د نيولو هڅې پیل کړې دي.

تر دې وړاندې د بنو په جاني خېلو سیمه کې د څلورو کمعمرو ځوانانو جسدونه د مارچ پر ۲۱مه موندل شوي وو، کوم چې تر هغې ۲۰ ورځې وړاندې په ښکار پسې له وتو وروسته ترۍ تم شوي وو. د پوليسو د اېف ای ار ترمخه د وژل شوو کسانو عمرونه له ۱۳ تر ۱۸ کالو پورې وو.

د جانیخېل مشران وايي، حکومت منلې چې په سیمه کې به یې امن پر ځای کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00

د جاني خېلو خلکو د احتجاج په توګه جسدونه د لویې لارې په سر اېښي وو او نه یې ښخول خو د مارچ پر ۲۸مه صوبايي حکومت د جاني خېلو غوښتنې ومنلې او د ځوانانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول.

حکومت د وژلو شوو ځوانانو کورنیو ته ۲۵، ۲۵ لاکه روپۍ ورکړې او ژمنه یې وکړه چې د پېښې پلټنې به کوي او هغه کسان به نیسي چې دا ځوانان یې وژلي دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG