د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې يو پاکستانی عسکر وژل شوی


په شمالي او جنوبي‌ وزیرستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پوځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.
په شمالي او جنوبي‌ وزیرستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پوځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان امیني چارواکي وايي چې وسله والو یې په شمالي وزیرستان کې یو عسکر وژلی دی.

یو امنیتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسله والو د اپرېل په ۲۵مه د شمالي وزیرستان په خټي کلي کې پر ګزمه روانو سرتېرو برید کړی چې پکې يو پوځي سرتيری یې وژلی دی.

د دوی په وینا، تر پېښې وروسته یې سیمه په ولکه کې اخیستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

تر اوسه چا د دې پېښې زمه واري نده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG